• یرغلګرب یوشمیر ګوډاګیان وو چې هڅه یې کوله دعراق څیره خرابه کړي او له ایران سر د عراق اړیکو ته تاوان ورسوي .
    یرغلګرب یوشمیر ګوډاګیان وو چې هڅه یې کوله دعراق څیره خرابه کړي او له ایران سر د عراق اړیکو ته تاوان ورسوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د عراق دبهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفری ټینګار وکړ په بصرې ښار کښې د ایران په کنسولګرۍ دیوشمیر ګوډاګیانو حمله یوازې دایران پرضد نه بلکې دعراق پرضد برید وو .

هغه وویل دعراق په بصرې کښې دایران په کنسولګرۍ حملې کښې د یوشمیر ناسمو کسانو اقدامات باید د عراق د حکومت او د ملت او دهغو اعتراض کونکو په حساب کښې وانه اچوو چې له قانون سره سم دخپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مظاهرې کوی .

دعراق خارجه وزیر ابراهیم الجعفری وویل یرغلګر یوشمیر ګوډاګیان وو چې هڅه یې کوله دعراق څیره خرابه کړی او له ایران سر د عراق اړیکو ته تاوان ورسوی .

هغه وویل د ایران او دعراق اړیکې ذاتی چاره ده او له تاریخی او جغرافیایی حقیقتونو یې جرړه اخیستی ده او د دواړو هیوادونو ترمینځ کابو دولس سوه (۱۲۰۰)کلومیټره سرحد ، ګډې ګټې او متقابل احترام شته .

دعراق دباندنیو چارو وزیر ابراهیم جعفری زیاته کړه دایران زیارتوال په عراق کښې سپیڅلیو زیارتونو ته راځی او دعراق خلک هم په ایران کښې د سپیڅلی زیارتونو لپاره ورځی او دغه ټول شیان د دوو(۲) ملتونو ترمینځ د ښو اړیکو د رامینځته کیدا سبب شوی دی .

 

Sep 11, 2018 05:34 Asia/Kabul
کمنټونه