• واشنګټن به داسرائیلو د سیاستونو په اړه د هیګ د نړیوالې محکمې دهرډول تحقیق په وړاندې مقاومت وکړي .
    واشنګټن به داسرائیلو د سیاستونو په اړه د هیګ د نړیوالې محکمې دهرډول تحقیق په وړاندې مقاومت وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین دبهرنیو چارو وزیر ریاض المالکی په امریکا کښې د فلسطین د ازادی غواړی تنظیم (ساف ) د دفتر بندولو ته په غبرګون کښې وویل دغه موضوع یوځل بیا ثابته کړه چې واشنګټن د اسرائیلو انحصاری استازی او د هغه د ګټلو ساتونکی دی .

هغه وویل امریکا د فلسطین د ازادی غواړی تنظیم(ساف ) د دفتر په تړلو سره یوځل بیا د اسرائیلو دګټو په ملاتړ کښې دخپل خلوص اندازه ثابته کړه او ویې ښودله چمتو ده په هرو شرایطو کښې د تل ابیب دفاع وکړی .

ریاض المالکی د فلسطین په حکومت غږ وکړ د هیګ په نړیوالې محکمې کښې د فلسطین دخلکو د دفاع په حق کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو د غور لپاره یوه (۱)دوسیه  جوړه کړی .

په عین حال کښې د امریکا د ولسمشر دملی امنیت سلاکار جان بولټن پرون یوځل بیا دصهیونیسټ رژیم د سیاستونو په ملاتړ سره وویل واشنګټن به داسرائیلو د سیاستونو په اړه د هیګ د نړیوالې محکمې دهرډول تحقیق په وړاندې مقاومت وکړی .

بولټن وویل تر هغه وخته چې فلسطینیان له اسرائیلو سره خبرو ته کې ننی په امریکا کښې د فلسطین دازادی غواړی تنظیم (ساف ) دفتر به خلاص  نشی .

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 05:45 Asia/Kabul
کمنټونه