• په یمن کې څه دپاسه پنځه میلیون ماشومان دلوږې له خطرې سره مخامخ دی

د ملګروملتو دماشومانو بسپنې یونیسف هم له دې مخکې په یوه راپور کې په یمن د سعودی عربستان او دهغو دمتحدانو دبې آمانه حملو او دکلابندۍ د دوام دبوږنونکو پایلو په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی وو ، څه دپاسه یولس میلیون یمن وال ماشومان دخوراکی موادو له کمښت ، ډول ډول ناروغیو اوکډه په سر کیدا سره مخامخ دی .

 الجزیره ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ  د ماشومانو دژغورنې بسپنې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  د الحدیده بندر  په بندیدو سره  دیمن  کابو پنځه میلیون دوه سوه میلیون ماشومان  چې  د لوږې  اوقخطۍ له خطرې سره  مخامخ شوی ، دانسانی غمیزې تر حده رسیدلی دی .

 راپورښئ  د  ماشومانو دژغورنې  دبسپنې  اجرائی مدیر هیله تورنینګ شمیت هم وئیلی دی ،  دیمن په میلیونونو ماشومان  چې نه دی خبر،  ورپسې ډیر کم خواړۀ به ورته  ورسیږی هم که نه ؟ له بوږنونکو شرائطو سره لاس اوګریوان دی .

 د ملګروملتو دماشومانو بسپنې یونیسف   هم له دې مخکې  په یوه راپور کې  په یمن د سعودی عربستان او دهغو دمتحدانو  دبې آمانه حملو  او دکلابندۍ  د دوام  دبوږنونکو پایلو په باب په خبرداری ورکولو سره  وئیلی وو ،  څه دپاسه یولس میلیون یمن وال ماشومان  دخوراکی موادو  له کمښت ، ډول ډول ناروغیو اوکډه په سر کیدا سره مخامخ دی .

  په یمن کې د آل سعود رژیم  او دهغو دمتحدانو   غیر انسانی او بلاغواړی خوی  تر دې دمه    دیمن  د ماشومانو او ښځو پشمول  په لسګونو زره  بې ګناه او بې وځله  خلک په وینو کې لمبولی دی  او دغه راز ئې په میلیونونو نور هم کډه په سر کړی دی .

له یمنه یو بل خبر وائی  دیمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  هم د آل سعود رژیم  د بې آمانه حملو په  ځواب کې  دعربستان  په جنوب کې  په نجران کې  د سعودی تیریګر پوځ پر مورچلو اومرکزونو د:زلزال یو ډوله دوه  بالیسټیک توغندی ویشتی ، چې  وئیل کیږی   تیریګرو ته ئې یو لړ مرګ ژوبلې او تاوانونه اړولی دی . همداراز المیسیره ټیلیویژنی چینل هم راپور ورکړی ،  دیمن دپوځ  او ولسی مبارزو کمیټیو  هوائی ځواک  د :قاصف یو  ډوله  بې پیلوټه الوتکې څخه په استفادې سره   په لویدیځی  سواحلو کې  د  :الخوخه: په شمالی ساحل کې  د سعودی تیریګرو  دعملیاتو په مرکز څو ځله بمباری کړې  او درندې مرګ  ژوبلې او تاوانونه ئې وراړولی دی .

 

ټیګونه

Sep 19, 2018 15:01 Asia/Kabul
کمنټونه