• د غزې په سویل کښې یو فلسطینی ځلمی شهید شو

۱۵ کلن فلسطینی ځوان نن د غزې تړانګې په سویل کښې د صهیونیسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.

د صفا نومې فلسطیني خبري آژانس د خبر له مخې د مومن ابراهیم ابوعیاده په نوم د غزې د تړانګې په سویل کښې د رفح اوسیدونکی ۱۵ کلن ځلمی د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو کښې په سر لګیدلی او شهید شوی دی.

ابوعیاده په تیرو څه کم څلرویشتو ساعتونو کښې شهید شوی دویم فلسطینی دی.

پرون مازیګر هم د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د محمد یوسف شعبان په نوم یو ۲۶ فلسطینی ځوان چې د قدس په مصراره سیمه کښې د قلندیا کیمپ اوسیدونکی و، په ډزو شهید کړی دی.

په عین حال کښې د فلسطین روغتیا وزارت وویل چې ۱۳ تنه فلسطینیان د غزې تړانګې په دیر البلح کښې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله زخمي شوي دي.

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 16:28 Asia/Kabul
کمنټونه