• د یمن په الحدیده ولایت د سعودی جنګی الوتکو تیریګری حملی

د سعود رژیم تیریګرو جنګی الوتکو، د« الحدیده » ولایت یو شمیر سیمی بمباری کړې.

د مهر خبری آژانس د نن یکشنبی د راپور په اساس، د یمن په لویدیځ د«الحدیده» په ولایت، د سعودی تیریګرو الوتکو په حمله کی، یو شمیر غیر پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یمن پوځ او ؤلسی کمیټو هم،د سعودی جنګی الوتکو د حملو په ځواب کی، په سعودی رژیم پوری لس پیلی مزدوران، د یمن په مرکز کی، د«البیضاء» په ولایت کی هلاک کړل.

یمنی ځواکونو همداراز، د الحدیده ولایت په لویدیځه سمندری غاړه کی، د«الدریهمی» په سیمه کی د سعودی تیریګرو، دری زغر لرونکی ګاډی ویجاړ کړل.

په همدی حال کی د سعودی تیریګرو اډې، په سرحدی سیمو کی د یمنی ځواکونو په توغندویو وویشتل شوې.

د یو بل خبر له مخی؛ د یمن په جنوب کی د«عدن» بندر، تیره شپه؛ د عربستان او امارات  د ظالمانه تیری په ضد د پراخو مظاهرو ډګر ؤ.  

 

Sep 23, 2018 16:10 Asia/Kabul
کمنټونه