• د عراق حزب الله او د يمن انصارالله د فلسطينانو له مقاومت څخه ملاتړ اعلان کړ

د عراق د حزب الله کنډکونو وياند د صهيونېسټ دښمن په وړاندې د فلسطينيانو له مقاومت څخه ملاتړ وياړمن وبلۀ.

د الميادين ټي وي چېنل د رپوټ له مخې د عراق د حزب الله کنډکونو وياند جعفر الحسيني په غزې تړانګه کښې د صهيونېسټانو د وروستيو اته څلوېښتو ګېنټو د جنايتونو په ځواب کښې د فلسطين د مقاومت توغنده اي حملې ته په اشارې سره وويل، د غاصبانو جنايتونو ته د فلسطين د مقاومت ځواب د مقاومت د محور د توانمنيو او امکاناتو د اندازې ښودنه کوي.

د يمن د انصارالله غورځنګ سياسي دفتر هم د غزې د تړانګې په خلاف د صهيونېسټي رژيم د حملو په ردعمل کښې د يوې بيانيې په صادرولو سره د فلسطين د مقاومت له ځواکونو سره د پيوستون په اعلانولو سره وويل، د فلسطيني ملت په خلاف د غاصبانو د حملو زياتېدل د سعودي ائتلاف په جنګ کښې د يمن د حالت په شان او نړيوالو قوانينو او انساني اصولو خلاف دي.

د يمن انصارالله په نيواکي زمکو کښې د اسرائيلو د غېر انساني اقداماتو دوام د فلسطينيانو د ډله ايزې وژلې په لړ کښې وبلۀ او واضحه يې کړه د دغو جنايتونو مقصد د فلسطين د تشخص ختمول او د ارزښتونو څرګنده تباهي ده.

 

ټیګونه

Nov 13, 2018 15:42 Asia/Kabul
کمنټونه