• دیمن پوځ او ولسي کمیټیو پرون د تعز ولایت په «صلو »سیمه کښې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې کړي .
    دیمن پوځ او ولسي کمیټیو پرون د تعز ولایت په «صلو »سیمه کښې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې کړي .

فارس خبری اژانس وایی د یمن دپوځ او د ولسی کمیټیو دافع هوا پرون د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې د ال سعود رژیم دوې(۲) بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې .

دیمن عسکرو دغه دوې(۲) بې پایلوټه الوتکې دسعودی عربستان د جیزان په« الدود» لوړو کښې په ډزو ویشتلی دی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په دغه هیواد د سعودی عربستان دائتلاف له یرغل راهسې تراوسه د هغوې په لسګونو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړی دی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون د تعز ولایت په «صلو »سیمه کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې کړی او درې(۳) کسان یې وژلی او نهه(۹) نور یې ژوبل کړی دی .

 

Nov 15, 2018 06:40 Asia/Kabul
کمنټونه