• د صهيونېسټ رژيم د جنګ د وزير له استعفا وروسته د غزې د خلقو خوشحالي

په زرګونو فلسطينيانو د غزې په تړانګه کښې د حماس غورځنګ د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د کور مخې ته په راغونډېدو سره د مقاومت له ځواکونو څخه په ملاتړ سره د صهيونېسټ رژيم د جنګ د وزير اوېګډور لېبر مېن په استعفا د خوشحالۍ څرګندونه وکړه.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې فلسطيني ښاريزو پرون ماښام  د جشن په دغه اجتماع کښې د لېبرمېن استعفا د غزې لپاره يوه کاميابي او فلسطين د مقاومت په وړاندې د صهيونېسټ رژيم د جنګ د وزير لپاره يوه ماتې وبلله

لېبر مېن پرون ماسپښين له خپل پوسټه څنګته کېدنه اعلان کړه او د دغې فېصلې وجه يې د حماس غورځنګ په وړاندې د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم بنيامين نتن ياهو تسلمېدل، له ډزبندۍ او په غزه کښې له ارامښت رامنځته کېدو سره د هغه موافقه وبلله.

د اوېګډور لېبرمېن له استعفا نه وروسته سوفا لنډوېر چې له نهو کلونو راهسې د صهيونېسټ رژيم د مهاجرت وزير ؤ هم خپله استفعا اعلان کړه.

په غزې باندې د صهيونېسټ رژيم له حملو وروسته د وروستي تاوتريخوالي يو خصوصیت په غزه کښې د مقاومت د ډلو د توغنده اي طاقت ننداره وه. د صهيونېسټ رژيم فوځ وړمه ورځ اعلان وکړ چې له غزې څخه په نيواکي فلسطيني ۴۶۰ توغندي ورول شوي دي.

 

 

ټیګونه

Nov 15, 2018 12:34 Asia/Kabul
کمنټونه