Feb 14, 2019 14:11 Asia/Kabul
  • د وارسا د غونډې هدف د ایران پرضد له  اسرائیلو سره اتحاد ته دعربو سني (Sunni)حکومتونو مجبورول دي .
    د وارسا د غونډې هدف د ایران پرضد له اسرائیلو سره اتحاد ته دعربو سني (Sunni)حکومتونو مجبورول دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې دپارلمان استازی اوزترک ییلماز (Öztürk Yılmaz)د پولینډ د وارسا غونډې د ترسره کیدا هدف د شیعه او دسنی د چورلیز په ملاتړو هیوادونو د مینځنی ختیځ سیمې ویشل او د اسرائیلو د دوستانو دشمیر زیاتول وباله .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا مینځنی ختیځ ته د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تامین  لپاره دیوې (۱) سیمې او دصهیونیسټ رژیم امنیت ته دلاس رسی په توګه ګوری ډاګینه کړه د وارسا د غونډې هدف د ایران پرضد له  اسرائیلو سره اتحاد ته دعربو سنی (Sunni)حکومتونو مجبورول دی .

دترکیې دپارلمان دغه استازی اوزترک ییلماز  په دې خبرې ټینګار سره چې د وارسا  دغونډې هدف یوازې د ایران کلابند کول نه دی وویل دغه غونډه به د فلسطین مسلې ته جدی ګوزار ورکړی .

ییلماز د وارسا دغونډې یو(۱) بل هدف د سوریې مسله وبلله او ویې ویل امریکا اراده لری له سوریې څخه د خپلو عسکرو له وتلو وروسته ځینې عرب او اروپایی هیوادونه دخپلو عسکرو ځاې ناستی کړی او د وارسا د غونډې ترسره کول هم د همدغه هدف د تحقق لپاره دی .

د وارسا غونډه چې د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو د هغې پلانونکی ګڼل کیږی له پرون راهسې په پولینډ کښې پیل شوی ده .

امریکا لومړۍ ویل دغه غونډه له ایران سره دمقابلې لپاره جوړیږی خو د نورو هیوادونو د هرکلی د نه کولو په دلیل مجبوره شوه د غونډې رسمی ایجنډه بدله کړی او ایران ددغه غونډې له چورلیزتوب څخه وباسی .

 

ټیګونه

کمنټونه