Mar 13, 2019 15:19 Asia/Kabul
  • عراق ته د اسلامی ایران  ولسمشر د سفر روښانه لرلید

داسلامی ایران د ولسمشر دغه سفر دامریکائی چارواکو غوسه ډیره زیاته راپارولې ده،ځکه دغه سفر ښودلې،امریکا هرڅومره هڅه وکړی،خو بیاهم د دوو ګاونډیو او دوستو ملتونو داړیکو خنډ نشی کیدلی .

عراق ته دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی  درې ورځنی سفر نن پای ته رسیږی .ایران او عراق  ددغه تاریخی سفر  په مناسبت   دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره  په درستو زمینو کې د دواړو هیوادونو  داړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی .

 د دغې اعلامیې په یوې برخې کې راغلی دی ، دغه سفر  د دواړو هیوادونو  دپه زړه پورې اړیکو  دژوروالی ښودنه کوی او  د ایران او عراق ترمینځ د سټراټژیکو ملګرتیاؤ  او دواړو ملتونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا  لپاره  مهم ټکی دی .

  دایران او عراق چارواکو په دغه تاریخی سفر کې دتیلو،تجارت،روغتیائی چارو،ریلی ټرانسپورټ او د دواړو هیوادونو  دتاجرانو او پانګوالو  لپاره د ویزو د صادرولو دآسانتیاؤ په زمینې کې تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.دواړو لورو همداراز د دواړو هیوادونو ترمینځ دنوی سرحدی سترو لارو،دمشترکو صنعتی ښارګیو دتاسیس،په نړیوالو پولو کې د بار له خالی کولو پرته د دواړو لورو ترمینځ د شیانو په یوځای د منتقلولو د اجرائی کیدا پر اهمیت ټینګار  کړی دی .

  په بیلابیلو اقتصادی ،تجارتی  برخوکې د مبادلاتو داندازې دزیاتیدا او همداراز د سالم ټوریزم په موخې سره د دواړو هیوادونو د ښاریزو لپاره  د ویزو د آسانتیاؤ رامینځة کول،دایران او عراق  ترمینځ د شوو موافقو نورې موضوعګانې دی .

دسیاسی چارو یو کارپوه حسن هانی زاده  ددې خبرې په کولو سره چې  ا ریکایانو  په وروستیو څو کلونو کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړی دی، چې دایران او عراق په مناسباتو  او ملګرتیاؤ کې ګوتې ووهی څو دغه اړیکې تر یوه حده کمې او یا ترینګلی کړی ، ټینګار کړی ؛ د دواړو هیوادونو ترمینځ  د  ډیرو مشترکاتو او دغه راز د عراق په داخل کې  دځینو سیاسی بهیرونو  شتون په خاطر ، دا موضوع    بشبړ شوی نه   ده ،نو ځکه اوس  دواړه هیوادونه  هڅه کوی،چې داقتصادی مبادلاتو اندازه  له دولس میلیارډ ډالری اندازې تر شل ملیارډډالری انداز ې پورې لوړه کړی .  

داسلامی ایران د ولسمشر د غه سفر  دامریکائی چارواکو   غوسه ډیره زیاته راپارولې ده  ، ځکه  دغه سفر ښودلې ، امریکا هرڅومره  هڅه وکړی ، خو بیا هم  د دوو ګاونډیو او دوستو ملتونو  داړیکو خنډ نشی کیدلی .

 دامریکا  په خارجه وزارت کې  د  ایران ضد ایکشن ډلې مشر برایّن  هوک   پرون   عراق ته دایران داسلامی جمهوریت  د ولسمشر په سفر  دغوسې په ښکاره کولو سره  مدعی شوی،دغه سفر دعراق د ولس په ګټه نه دی .د امریکا  ولسمشر  ډ ونالډټرمپ  هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د ۲۰۱۹کال  دمارچ له پنځلسمې نیټې څخه  د ایران په ضد ملی بیړنۍ وضعیّت تر یوه بل کال لپاره تمدید کړی دی . 

 دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی  ددغو خوځښتونو په غبرګون کې وئیلی دی ، دامریکایانو غوسه کیدا کومه دحیرانتیا خبره نه  ده،ځکه چې  دغه هیواد  په مینځنی ختیځ کې  دمیلیارډونو ډ الرو  له لګولو سره سره ، نه دی توانیدلی ،  دسیمې په ملتونو کې  غوره  او خوښ مقام ترلاسه کړی ، چې   ددغې چارې دلیل  په چورلټ  ډول  د امریکا تیریګر ، پوځیتوب  او لاسوهونکی سیاستونه  دی .

هغه جوته کړې ، که  اوس  دعراق ملت آرامښت ته رسیدلی دی ، نو په قطعی توګه  وئیل کیدلی شی ، چې دا دامریکا  دهڅې نتیجه نه ده ، ځکه چې امریکا په عراق او سیمې کې  د ترهه ګرو ملاتړې ده .

 دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی په عراق کې  دا منیت اوثبات  په رامینځةکولو او له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې په لاره کې  د الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک  د مجاهدتونو ،سرښیندنو  او ویاړونو په ستاینې او قدرونې سره  وئیلی دی،په  عراق کې  له ترهه ګرو سره په مبارزې کې بریالیتوب،پر دینی مرجعیّت باندې په تکیې  او دعراق د ولس په مجاهدتونو او هلوځلو سره ترلاسه شوې ده .

 دایران اسلامی جمهوریت  هم په دې مبارزې  کې  او   په سختو شپو ورځو کې د عراق دملت ترڅنګ  ولاړ دی او  له هیڅ ډول مرستو ئې ډډه نه ده کړې  . له دې امله ده چې  د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی  له داعشی ترهه ګرۍ ره  دعراق د ولس په مبارزې کې  دایران د ملت او حکومت  دملاتړونو په ستاینې سره روښانه کړې ده،عراق له ایران سره دهراړخیزو مناسباتو دپراختیا، ژورتیا او پیاوړتیا په نسبت کلک هوډ لری 

دغو ځانګړنوته په پام سره باید ووئیل شی،چېعراق ته د اسلامی ایران د ولسمشر دسفر پای،باید د عراق د اهل تشیَع،اهل تسنن،عرب او کردانو پشمول د قومیتونو او کلتورونو په پراخ جوړښت کې د دوو مسلمانو او دوستو ملتونو ترمینځ داړیکو دنوی سپرکی پیل وبلل شی،چې یو قدرت هم پکې هیڅ ډول خار پار نشی اچولی .

 

ټیګونه

کمنټونه