Mar 14, 2019 07:56 Asia/Kabul
  •  دسورئې دسولې په بهیرکې دملګروملتو رول ډیر اهمیّت لری

میرمن موګرینی په بروکسل کې د سورئې اوسیمې له راتلونکی د ملاتړ په نامې سره دسیمنار ترڅنګ په دغه خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې داروپائی اتحادئې د درستو غړو هیوادونو دریځونه د سورئې دشخړې له حل سره په رابطه کې یو شان دی او هیڅ ډول اختلاف پکې نه لری زیاته کړې ، سولې ته درسیدو لپاره باید په سیاسی حل لارو لټولو پسې شو .

 ایرنا  خبری آژانس راپورورکړ  داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  پرون مازدیګر  دسورئې په چارو کې  دملګروملتو له ځانګړی استازی ګیرپټرسن سره  په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ، اروپائی اتحادیه  باؤری ده چې  یوازې دملګروملتو  په لارښونې سره دسولې  یو بهیر او د سورئې د داخل  قومی جوړښت په نظر کې په نیولو سره  په دغه هیواد کې تل پاتې سوله ټینګیدلی شی .

میرمن موګرینی په بروکسل کې  د سورئې  اوسیمې  له راتلونکی د ملاتړپه نامې سره دسیمنارترڅنګ  په دغه خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې داروپائی اتحادئې د درستو غړوهیوادونو دریځونه د سورئې دشخړې  له حل سره په رابطه کې یوشان دیاوهیڅ ډول اختلاف پکې نه لری زیاته کړې ،سولې ته درسیدو لپاره باید  په سیاسی حل لارو لټولو پسې  شو .

  د سورئې او سیمې له راتلونکی  دملاتړ نومې سیمنار  د پرله پسې دریم کال لپاره  په بروکسل کې او د اروپائی اتحادئې په نوښت سره ترسره شوی دی .

په دغه نړیوال سیمنار کې  دسورئې  له ګاونډیو او مرسته کونکو هیوادونو څخه پر سیاسی اوفیصله  برابرونکو چارواکو سربیره ، دسورئې اوسیمه ایز عالانو اودبشری حقوقو  ډلو  استازو هم شتون درلود.  د اروپائی اتحادئې   داعلان په اساس ، دسورئې بحران په داسې حال کې  نهم کال ته  وارد شوی ، چې  څه دپاسه  یولس میلیون سوریاوال   انسانی مرستو ته ډیره اړتیا لری  او څه دپاسه پنځه میلیون   نورسوریا وال هم  له سورئې   کډه په سرشوی دی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه