Mar 16, 2019 07:26 Asia/Kabul
  • د سوریې په کړکیچ کښې ۳ لکه ۷۰ زره کسان وژل شوي دي

د سوریې د بشري حقوقو د څارونکې په نامه ډلې وویل: د سوریې په اته کلن کړکیچ کښې د یو لاک او دولسو زرو ملکي وګړو په شمول څه باندې درې لکه اویا زره کسان مړه شوي دي.

ایرنا لیکلي چې د سوریې د بشري حقوقو څارونکې ډلې پرون په یو رپورټ کښې وویل: د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کښې د سوریې د کړکیچ له پيلیدو راهیسې درې لکه یواویا زره او دوه سوه دوویشتو کسانو سرونه بایللي دي چې په دې قربانیانو کښې څه باندې ۲۱ زره ماشومان او ۱۳ زره ښځې هم شاملې دي.

د سوریې د بشري حقوقو د څارونکې ډلې د رپورټ له مخې، په دې احصائیو کښې هغه قربانیان شامل دي چې د بمباریو له امله مړه شوي دي.

سوریه له ۲۰۱۱ کال راهیسې د لویدیځ او همداشان په سیمه کښې د هغه د ځینو انډیوالو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په شتون سره د یو ورانونکي جنګ کتونکې پاتې شوې چې نتیجه یې د زرګونو خلکو مړینه او د میلیونونو کډه په سر کیدل دي.

 

ټیګونه

کمنټونه