Mar 21, 2019 07:36 Asia/Kabul
  •   دامریکاخارجه وزیرپه پوچو دړکو سره یوځل بیا ایران ګواښلی

دایران اسلامی جمهوریت په سیمې کې د امریکائی صهونیسټی چورلیز له دسیسو اوسپیرو اقداماتو سره په مقابلې کې اساسی رول لری او دغه غوره لوبولو ته نورسیمه ایزهیوادونه هم بولی،څو په سیمې کې د پرَدیو د لاسوهنې پلمه پاتې نشی .

مهر خبری آژانس راپورورکړی ،  دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  چې  په یوه بل پړاویز سفر سیمې ته  راغلی ،  په کویت کې  ئې ددغه هیواد له خارجه وزیر شیخ صباح  الخالد الحمد  الصباح   سره  په ګډ خبری کنفرانس کې  مدعی شوی ،  مینځنی ختیځ سیمه او نړۍ  دایران له ګواښ سره مخامخ ده . 

مایک پمپئو  له دې مخکې هم   د امریکا له  ولسمشر  ډونالډټرمپ سره  په یوه خولۀ کیدا سره  اسلامی  ایران   له ترهه ګرۍ په ملاتړ  او په  سیمې اونړۍ کې   په ورانکارو اقداماتو تورن کړی ؤ . 

 ډیری شناندی اوکارپوهان وائی ، امریکا  له جامعې ایټمی موافقې  له وتلو وروسته  دایران په ضد  ددباؤنو داعمالولو لپاره  هراړخیزو هلوځلو ته مخه کړې ، خو بلاخره به هم هیڅ په لاس ورنشی اویوازې  خپل ځان به نور هم  برمنډ کړی .

 دایران اسلامی جمهوریت   په سیمې کې د امریکائی صهونیسټی  چورلیز  له دسیسو اوسپیرو اقداماتو سره  په مقابلې کې اساسی رول لری او دغه غوره لوبولو ته  نور سیمه ایز هیوادونه هم بولی، څو په سیمې کې د پرَدیو د لاسوهنې  پلمه  پاتې نشی .

 

ټیګونه

کمنټونه