Mar 25, 2019 11:53 Asia/Kabul
  • په تل ابيب د فلسطيني مبارزانو توغنده اي حمله

نړيوال رسنيو د تل ابيب په شمالي سيمه د فلسطيني مبارزانو د توغنده اي حملې او د لږ تر لږه اوۀ تنه صهيونېسټانو د ژوبلېدو خبر ورکړ.

فارس خبري اژانس د اېسوشي اېټډ پرېس په نقل سره رپوټ ورکړ، د توغنده اي خبرداری د سائرن له غږېدو وروسته  د تل ابيب په شمال کښې په شارون سيمه کښې د يوې چاودنې غږ واورېدل شو او د صهيونېسټ رژيم فوځ اعلان وکړچې له غزې څخه يو توغندے ويشتل شوے دے.

سپوټنېک خبري اژانس هم رپوټ ورکړ، د سائرن غږ د تل ابيب په شمالي سيمو کښې اورېدل شوے دے او له هغه څو منټه وروسته يو راکټ او توغندے په دغه سيمه باندې ولګېد.

الحدث ټي وي چېنل هم وويل، د اسرائيلو اوسپنيز ګنبد نومې توغنده اي ضده سېسټم ونه کړې شول د غزې له تړانګې څخه د ويشتل شوي توغندي مخه ونيسي.

د رپوټونو له مخې د دغه توغنده اي او راکټي حملې له امله د تل اوبيب د شمال لږ تر لږه اوۀ تنه صهيونېسټ اوسيدونکي زخمي شول.

په تل ابيب توغنده اي حمله په داسې حالاتو کښې شوې ده چې په دې وروستيو ورځوکښې د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو څو ځل د غزې په تړانګې  حملې وکړې او څو تنه فلسطينيان يې شهيدان او ژوبل کړل.

 

ټیګونه

کمنټونه