Mar 26, 2019 14:56 Asia/Kabul
  • په یمن کې دجنګ او وینې بهیدا د زر ترزره ختمیدا په ضرورت د اسلامی ایران ټینګار

دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت پرون دوشنبه د په یمن د سعودی عربستان په مشرۍد ائیتلافی ځواک دتیریو د پیلیدا د کلیزې په وخت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دیمن په ټاټوبی دغو تراخو واقعیّتونو ته په اشارې سره،دغه ښکاره تیری سخت محکوم کړی او په دغه هیواد کې ئې د جنګ او وینې بهیدا د زرترزره ختمیدو غوښتنه کړې ده .

په داسې حال  کې چې په یمن د سعودی ائیتلاف  دتیریو نن څلور کلونه پوره شول او پنځم کال ئې په پیلیدو دی ،چې نړیواله ټولنه هماغه راز پر یمن دتیریو په وړاندې چپه خوله ده او بوږنونکو انسانی ناؤرین  یوازې نندارچی  جوړه شوې ده .

Image Caption

 

 

 دغه جنګ په داسې حال کې په پنځم کال کې داخلیږی،چې د نړیوالو موسسو او چارواکو په اعتراف ، څه دپاسه څلورویشت میلیون یمن وال  لومړنیو مرستو ته اړتیا لری، څه دپاسه پنځلس  میلیون نور  له ناوړه خواړو سره مخامخ دی  او په میلیونونو ماشومان د قخطۍ او لوږې له خطرې سره لاس اوپنجه نرموی،چې دا ټول د طبیعی بحرانونو اوبلاګانو په دلیل نه، بلکې د څلور کلن جنګ او دنړیوالې ټولنې د چپتیا او بې پروائۍ  له امله  رامینځةشوی دی .

 دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت  پرون دوشنبه د په یمن د سعودی عربستان په مشرۍ د ائیتلافی ځواک دتیریو د پیلیدا د کلیزې  په وخت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دیمن په ټاټوبی دغو تراخو واقعیّتونو ته په اشارې سره ،دغه ښکاره تیری سخت محکوم کړی او په دغه هیواد کې ئې د جنګ او وینې بهیدا د زرترزره ختمیدو غوښتنه کړې ده .

سعودی عربستان د امریکا ، متحده عربی اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره  د ۲۰۱۵کال له مارچ  راهسې  په یمن پوځی تیری  پیل کړی او  دغه هیواد ئې  دمځکې،هوا او سمندرله لارې کلابند کړی دی.په تیرو څلورو کلونو کې د یمن د روغتیائی چارو د وزارت د اعلامیې په اساس، په یمن کې دعربستان اودهغه دمتحدانو په بوږنونکو جنایتونو او تیریو کې  دولس زره یمن وال  وژل شوی او څه دپاسه شپږویشت زره نور ټپیان شوی دی .په دغه شمیر کې څه دپاسه  شپږ زره ماشومان هم  قربانی شوی دی . 

 آل سعود رژیم پر یمن د سلطېاو ددغه هیواد دویشلوپه  خوب لیدو سره دغه نابرابر جنګ ته وارد شو،خوله هغو تمو سره سره چې  ئې درلودې ، د یمن دپوځ او د ولسی کمیټیو  په وړاندې ئې درندې ماتې او مرګ ژوبلې زغملی دی .

Image Caption

 

 هیل امریکائی خپرونې دیمن دبدلونونو په باب په یوه تحلیل کې لیکی،سعودی عربستان  په یمن جنګ کې بندون ته رسیدلی دی .واقعیّت دادی چې  سعودی عربستان له پوځی پلوه په دغه هیوادکې په جبۍکې ښکیل شوی دی او له دغې جبۍدسعودی  د وتلو یوازینۍلاره  د یمن په ضد دجنګ بندول دی.

  هغه څلور ماده یز پلان چې ایران د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې ئې د یمن د بحران دحل لپاره وړاندې کړی،یوه هغه حل لاره ده چې ددغو تیریو دپای ټکی کیدلی شی.دایران  په دغه پلان کې څلورو اصلی عنصرونو شامل دی،یعنی دشخړې ختمول او سملاسی اووربند،دانسان دوستۍمرستو لیږدول ، د درستو یمن والو لورو ترمینځ  دسیاسی خبرواترو پیلیدا او دغه راز د  هراړخیز ملی  حکومت جوړیدا پکې وړاندې شوې ده .

 تر دې دمه  څو ځله  د یمن د جنګ دختمولو لپاره خوځښتونه ترسره شوی دی .  په دغو  هلوځلو کې  یوه وروستۍ هڅه ، دسویډ په سټاکهم کې د یمن والو ډلو ترمینځ  د  روغې جوړې خبرې اترې  دی،چې د تیر کال ددسمبر  په میاشت کې  د  دیمن والو لورو په شتون سره ترسره شوې .دغه خبرې اترې ،په الحدیده  ښار او بندر کې د اوور بند دټینګیدو او ددواړو لورو ترمینځ دبندیانو د مبادلې  په لومړنۍموافقې سره  پای ته ورسیدې،خو له دې وروسته په کرتو د سعودی عربستان د تیریګر رژیم له خواددغې موافقې خلاف ورزی شوې ده.

  په یمن کې د جنګ ختمیدا،بې شکه  په یمن کې د سعودی عربستان دغیر انسانی اقداماتو  د درولو لپاره د  نړیوالې ارادې په تیره بیا د لویدیځی هیوادونو  له خواد کلکې ارادې او هوډ ته اړتیا لری .

Image Caption

 

 دایران اسلامی جمهوریت په یمن کې د جنګ دختمیدو لپاره په سیاسی حل لارې اعتقاد لری .په همدې اساس،داسلامی ایران خارجه وزارت پخپلې اعلامیې کې یو ځل بیا د سټاکهم  له موافقو په ملاتړ سره،دیمن په بحران کې له اغیزمنو هیوادونوغواړی،دشوو موافقو دبشپړ اجرالپاره دې لازمې زمینې هوارې کړی .دایران اسلامی جمهوریت هیله مند دی،د سټاکهم  د موافقو بشپړ اجرا،دنړیوالې ټولنې په ملاتړ سره،دیمن د مظلوم ولس په تیره بیا د ماشومانو اوښځو د کړاؤنوا ودردونو دکمیدا لامل شی او دیمن دبحران  دنهائی حل لپاره لومړنی ګام شی .  

 

ټیګونه

کمنټونه