Apr 26, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • په سورئې کې دامریکاپه مشرۍدداعش په ضدتش په نامه ائیتلاف دړنګیداتردرشله رسیدلی

دخپلو متحدانو دپوځی ګډون دجلبولو لپاره د ډونالډټرمپ هڅه له دې وروسته شوی ، چې هغه د ۲۰۱۸کال په وروستیو کې ناڅاپی له سورئې د امریکائی ځواک د ویستلو لپاره فیصله کړې او دغه فیصله د هغه د اروپائی متحدانو له جدی مخالفت سره مخ شوې وه .

وال سټریټ ژورنال خپرونې  په خپل یوه وروستی راپور کې وئیلی دی سورئې ته د واشنګټن د متحدو هیوادونو څخه د ځواک  دلیږدولو لپاره  ،دامریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ غوښتنه،د داعش  ترهه ګرې ډلې له بیرته پیاوړی کیدو سره دمبارزې په عنوان سره،شوې ده،چې له دغو یویشتو متحدو هیوادونو څخه له نیمو زیاتو هیوادونو ورسره کلک مخالفت کړ ی دی .

 راپور ښئ دامریکا حکومت ددغه پلان په پرمخ بیولو کې تردې دمه سورئې ته د ځواک دلیږدولو لباره دخپلو متحدانو دقانع کولو لپاره  دوې غونډې  جوړې کړی دی  .

 دغه غونډې  دانګلستان،فرانسې،ډنمارک ،ناروې،آسټریلیا اوبیجلیّم په ګډون سره جوړې شوی او په دوی کې له پوځی ملاتړ سره دامریکاد متحدانو له جوت مخالفت وروسته،له هغوی ځینو وړاندیز کړی چې دسورئې په موضوع کې په انسانی  مرستو سره ملګرتیا کوی . 

ټیګونه

کمنټونه