Sep 10, 2019 14:32 Asia/Kabul
  •  دیمن په جنوب کښې روان دي وښودله چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات یوازې دیمن شتمنیو او سرچینو ته تمه لري .
    دیمن په جنوب کښې روان دي وښودله چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات یوازې دیمن شتمنیو او سرچینو ته تمه لري .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله د عاشورا د ورځې د ماتم په مراسمو کښې د خلکو پراخ ګډون په کربلا کښې د حضرت امام حسین علیه السلام تاریخی غږ ته ځواب وباله او ویې ویل دایران پرضد هرجنګ به د اسرائیلو دختمیدا په معنا وی .

هغه نن د عاشورا په ورځ په وینا کښې دې ته په اشارې سره  چې د حزب الله غورځنګ د فلسطین او دیمن دخلکو په څنګ کښې ولاړ دی وویل هغه څه چې دیمن په جنوب کښې روان دی وښودله چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات یوازې دیمن شتمنیو او سرچینو ته تمه لری خو دغه جنګ به دهغوې لپاره له تاریخی او همیشنی ماتی او شرم پرته بله هیڅ ګټه ونلری .

هغه دایران او دسوریې پرضد د  دامریکا بایکاټونه ظالمانه وبلل او وې ویل دامریکا حکومت په فلسطین او لبنان  کښې داسرائیلو د جنګونو  او په په خپلو(امریکا) هغو جنګونو کښې  کښې چې په لبنان ، سوریې او عراق کښې یې د تکفیری ترهګرو ډلو په وسیله یې رامینځته کړی وو له ماتی خوړلو وروسته اوس مالی دباونو ته مخه کړی ده .

دلبنان د حزب الله مشر اسرائیلوته په وینا کښې وویل تاسو تر پرون پورې ویل چې زمونږ پوځ ماتی نه خوړونکی دی خو د تاسو پوځ نن دومره کمزوری او سست شوی دی چې د امریکا دهالیووډ د سینما د فلیمونو په شان کارونو ته مو مخه کړی ده او د مقاومت غورځنګ له ځواب څخه د ویریدا په خاطر په خپلو پوځی ګاډو کښې ادمک (effigy )یعنی په ټوکو سړی کینوئ او خپل ټول سرحد خالی کوئ .

 

 

ټیګونه

کمنټونه