Sep 11, 2019 05:08 Asia/Kabul
  • دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم له تیرو څو کلونو راهسې د هیواد دخلکو ځپلوته دوام ورکړی او تراوسه یې ډیر کسان وژلي هم دي .
    دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم له تیرو څو کلونو راهسې د هیواد دخلکو ځپلوته دوام ورکړی او تراوسه یې ډیر کسان وژلي هم دي .

مهر خبری اژانس وایی د بحرین دال خلیفه رژیم حکومتی عسکرو د اوښلنو ګازونو په کارولو سره په حسینی ماتمیانو یرغل وکړ .

کله چې حسینی ماتمیانو په« لبیک یاحسین» شعار سره د بحرین په النویدرات سیمه کښې د ویر مراسم پیل کړ نو د ال خلیفه رژیم امنیتی ځواکونو په اوښلنو ګازونو سره په هغوې برید وکړ اود  مراسمو دترسره کیدا مخه یې ونیوله .

دبحرین دبشری حقوقو ټولنې هم په تیرې دوشنبې ورځ په هیواد کښې دمحرم په ورځو کښې د حسینی عزادارۍ د ترسره کیدا وخت د حکومت لخوا د دینی ازادیو د نهویشتو(۲۹) خلاف ورزیو د ثبتیدا خبر ورکړ .

د بحرین دبشری حقوقو ټولنې وویل د هیواد امنیتی چارواکو د محرم دمیاشتې له پیلیدا راهسې تراوسه پینځه (۵) شیعه مذهبی علما او پینځه (۵) مداحان او د امامباړو دوه(۲) مشران احضار کړی او یوشمیر یې نیولی هم دی .

دبحرین ترټولو ستر سیاسی ګوند وفاق په مذهبی علماو او د عاشورا په بیلګو او نښو حملو کولو کښې د ال خلیفه رژیم اقدامات بوږونکی جنایت بللی دی .

دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم له تیرو څو کلونو راهسې د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو ، امریکا ، انګلستان او د اردن په ملاتړ او مرستې سره د هیواد دخلکو ځپلوته دوام ورکړی او تراوسه یې ډیر کسان وژلی هم دی .

 

ټیګونه

کمنټونه