Sep 11, 2019 05:47 Asia/Kabul
  • لیبیا هم د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او دهغوې دنورو ملګرو هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالو او سیاسي بې ثباتیو سره مخ ده .
    لیبیا هم د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او دهغوې دنورو ملګرو هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالو او سیاسي بې ثباتیو سره مخ ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د عربو اتحادیې مشر احمد ابوالغیظ د مصر په پلازمینې قاهرې کښې ددغه اتحادیې دخارجه وزیرانو په یوسل دوه پنځوسمې (۱۵۲) غونډې کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د نظر دجلبولو لپاره ایران د عربو هیوادونو په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړ .

هغه ادعا وکړه چې ایران په یمن کښې د ګډوډۍ درامینځته کولو اوپه فارس خلیج او عمان سمندر کښې د سمندری ټرانسپورټ د لارې دناامنه کولو هڅه کوی .

د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو د بحرین او دمصر څلوراخیزه کمیټۍ هم په تیرې سه شنبې ورځ په قاهرې کښې د عربو اتحادیې د خارجه وزیرانو د غونډې په څنګ کښې د ایران پرضد یوه (۱) غونډه جوړه کړه .

دغه ایران ضده کمیټۍ د خپلو پخوانیو غونډو په شان دایران اسلامی جمهوریت د عربو هیوادونو په چارو کښې په لاسوهنې تورن کړ .

د عربو اتحادیې د خارجه وزیرانو دغونډې په څنګ کښې دایران داسلامی جمهوریت پرضد د تورونو لګول په داسې حال کښې دی چې ددغه اتحادیې دوه (۲) اصلی غړی یعنی سعودی عربستان او متحده عربی امارات په یمن کښې دکړکیچ د رامینځته کولو اصلی عاملان دی او د سعودی عربستان د جعلی ائتلاف په چوکاټ کښې په یمن پوځی  تیری تراوسه د یمن دزرګونو بې ګناه خلکو دوژل کیدا سبب شوی دی .

سعودی عربستان او متحده عربی امارات دغه راز په سوریې کښې د کړکیچ درامینځته کولو اصلی عاملان  او له ترهګرو ډلو سره اصلی مرسته کونکی رژیمونه دی .

لیبیا هم د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو او دهغوې دنورو ملګرو هیوادونو په لاسوهنو سره له تاوتریخوالو او سیاسی بې ثباتیو سره مخ ده .

 

ټیګونه

کمنټونه