Sep 11, 2019 16:42 Asia/Kabul
  • قطر او اردن د لویدیځې غاړې په هکله د نتانیاهو څرګندونې وغندلې

قطر او اردن، فلسطیني ډلو او د اسلامي ملګرتیا موسسې په دې هکله د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم څرګندونې چې په انتخاباتو کښې د بریا په بڼه کښې به د اردن سیند د لویدیځې غاړې ځینې برخې په اسرائیلو کښې شاملې کړي، وغندلې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د نتانیاهو دا خبره په اخلاقو او ضمیر باندې په سترګو پټولو سره د فلسطیني ولس د کډه په سر کولو او د هغوي د حقوقو د سلبولو لپاره د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزۍ او حقیرانه اقداماتو په لړ کښې یې د نیواکګړۍ د سیاست دوام دی.

د قطر د خارجه وزارت بیانیه د نتانیاهو اقدام د انتخاباتي بریا په موخه د فلسطین د ولس په حقوقو باندې بشپړ تیری وباله او زیاته یې کړه: د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ او د زور د منطق په تپلو سره د نیواکګرۍ دوام د صلحې ټول فرصتونه له مینځه وړي.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي هم په دې هکله په یو ټویټ کښې ولیکل: د انتخاباتي موخو په خاطر د صلحې د ټولو فرصتونو له مینځه وړل غیرمسئولانه او خطرناک دي او نړیوال ټولنه باید د نیواکګرۍ د ټینګښت لپاره دا ډول سپک اقدامات نفي کړي.

له بلې خوا فلسطیني ډلو هم په یوه ګډه بیانیه کښې د نتانیاهو د دغې پریکړې په غبرګون کښې وویل: دا ډول سیاستونه به د فلسطین تاریخي حقیقت بدل نه کړي.

د اسلامي ملګرتیا سازمان هم د اسرائیلو د وزیراعظم دغه خبره وغندله او ویې ویل: په اسرائیلو کښې د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د شاملولو اعلان د فلسطین د ولس په حقوقو باندې یو نوی تیری دی.

 

ټیګونه

کمنټونه