•  اسلامی ایران دفلسطین دملت او  انتفاضې  د دوام  ملاتړ کوی

دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن په تهران کې دفسطین داسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشی رمضا عبدا.... سره په کتنې کې دفلسطین په باب دځینو هیوادنو دوه ګوڼی چلند او رول ته په اشارې سره ویول ،دغه هیوادونه په ظاهر کې له فلسطین سره مرستندو یه هیوادونه دی، خو له دې لارې لازیات دباؤر او عزت په ترلاسه کولو پسې دی .

ډاکټر لاریجانی ددې خبرې په کولو سره چې انتفاضه دفلسطین لپآره مهم اقدام دی هیله وښودله ، دفلسطین دملت مجاهدتونه او مقاومتونه به بلاخره هم غوره نتیجه ورکړی .

دفلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشی هم په دغې کتنې کې وویل ، دلبنان حزب ا .... غورځنګ او دفلسطین ملت تل له هغوی او انتفاضې د ا یران دملت او حکومت دملاتړونو منندوی دی .

رمضا عبدا....په فلسطین کې دنوی انتفاضې رامینځةکیداته په اشارې سره ټیننګارکړی ، دغه انتفاضه به وښئ چې دفلسطین ملت په کلک هوډ او ارادې سره غواړی د خپل هیواد بیرغ له یوه نسله بل نسل ته منتقلوی .

هغه دفلسطین دملت لپاره دالاقصی جومات اهمیّت ته په اشارې سره روښآنه کړې ، فلسطینی ځوانان په خودجوشه توګه له اسرائیلو سره مبارزه کوی او خونخوار صهونیسټی رژیم ښه پوهیږی چې دلبنان له حزب ا... غورځنګ سره جنګ کوم آسان کار نه دی او له هغوی سره دجنګ لپاره باید ډیره زیاته بیّه ورکړی

ټیګونه

می 03, 2016 18:41 Asia/Kabul
کمنټونه