د تهران د پښتو راډیو د راپور پر اساس د پاکستان ستر اسلامی هیواد په ځینو دلیلونو تل ځانګړی خبری موضوګانې لری کله له هند او افغانستان سره د تاوتریخوالی په خاطر او کله هم د ترهه ګرو ډلګیو د فعالیتونو په وجه چی په دغه هیواد کې یې ځالی کړی او د دغو ډلګیو مشران په همدې هیواد کې یا وژل شوی او یا نیول شوی دی

. هغه موضوع چی په وروستیو کې سبب شوی ده د پاکستان نوم په نړیوالو رسندویو کې ډیر مطرح شی ، د پاکستان د پوځ د تازه متقاعد شوی مشر جنرال راحیل په وسیله د عربستان په مشرۍ د ۳۹ اسلامی هیوادونو د پوځی ایتلاف  د قوماندانۍ پر غاړه اخیستل دی . لومړې دا خیال نه کیده چی  په دغه موضوع د پاکستان دننه دومره سختې نیوکې وشی ، له ځینو چارواکو نیولی تر خبریالانو ، لیکوالانو ، شناندو اوسیاسی فعالانو  په جدی توګه دغه موضوع تعقیب کړی ده .

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر رضا ربانی د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه اصف جرګې ته راوغوښته تر څو سپیناوی وکړی د پاکستان  د پوځ تازه متقاعد شوی مشر څرنګه د ۳۹ اسلامی هیوادونو د پوځی ایتلاف مشرۍ پرغاړه واخیسته ؟د کومو قوانینو پراساس  د پاکستان د پوځ متقاعد مشر د بل ځای کې کار یا مسولیت منلې شی ؟ هغه ته چا او کوم اورګان اجازه ورکړی ده چی له متقاعد کیدا سملاسی وروسته له هیواده بهر د یوه پوځی ایتلاف مشری پر غاړه واخلی ؟

که څه هم د سختو نیوکو له پیلیدا وروسته د مسلم لیګ  د نواز څانګې واکمن ګوند  اوس په انفعالی حالت کې وایی چی جنرال راحیل شریف د خپلې شخصی فیصلې په اساس دا کار کړې دې او له حکومت سره کومه اړه نلری ، خو په عین حال کې وایی چی له دغې فیصلې کومه اندیښنه هم نلری .

دا په داسې حال کې دی چی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په یوه ټیلی ویژیونی پروګرام کې په ډاګه په دغې چارې اعتراف کړی وو چی د راحیل شریف په وسیله د۳۹ اسلامی هیوادونو د پوځی ایتلاف د مشرۍ لپاره  له مخکې د حکومت او د پوځ د عمومی مرکز (QHG) له لوری پلانونه شوی وه  او د پاکستان یوه مشهور لیکوال او خبرنګار عارف نظامی هم  د  پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼۍ د ګل ورځې په ګڼه کې په خپله مقاله کې همدغې چارې ته اشاره کړی  ده او لیکلی یې دی چی خواجه اصف بالاخره هغه خبر تایید کړ چی له یوې مودې راهیسې په اجتماعی شبکو کې چلیده  یعنی دا چی راحیل شریف به د نومبر له ۲۹ نیټې د ۳۹ اسلامی هیوادونو د پوځی ایتلاف مشری پر غاړه واخلی  که څه هم په رسمی توګه دولت لخوا دا موضوع نده تایید شوی خو د دفاع وزیر خواجه اصف په دغې چارې اعتراف کافی دې چی دا کار د حکومت او پوځ په غږملتیا سره شوې دې  او معنا یې هم دا دې چی د ۳۹ اسلامی هیوادونو د پوځی ایتلاف  د قوماندانۍ د څوکۍ حکم هم له دې مخکې چی راحیل شریف تراوسه متقاعد شوی نه وو ، د هغه په جیب کې وو . د عارف نظامی په وینا اوس دا پوښتنه مطرح ده چی ایا د پوځ مشر له متقاعد کیدا سملاسی وروسته داسې کومه څوکۍ منلې شی یا نه ؟ځکه چی تراوسه د هغه د متقاعد کیدا عدت نه وو پوره شوې .

د پاکستان د دغه مشهور خبریال په وینا په داسې یوه پوځی ایتلاف کې ګډون چی تراوسه ندې فعال شوې او ځانګړی سیاسی او نړیوال هدفونه لری ، شک او پوښتنه راپارونکې دې ، په تیره بیا داسې یو ایتلاف چی اسلامی او ورور هیواد ایران پکې شتون نلری . دا چی  ایران به دغه پوځی ایتلاف تر کومه حده خپل ځان پر خلاف بولی ، تراوسه جوته نده چی په دې زمینه کې د حکومت سیاست څه دې ؟ که څه هم خواجه اصف یو ډول منلی ده چی راحیل د دولت او پوځ په اجازې دا کار کړې دې ، ځکه چی د حکومت له اجازې پرته د پوځ مشر چی د ایټمی صلاحیت د اسرارو په شمول ډیر پټ رازونه لری ، داسې کوم خطر نشی منلې ، حتی په یوه سمینار یا کانفرنس کې هم ګډون لپاره باید له دولته اجازه واخلی .

د یادولو ده چی ځینې نیوکه کونکی په دې باور دی د پاکستان د پوځ د مشرۍ د نه تمدیدولو موضوع چی په ځلونو د راحیل شریف لخوا اعلان شوی وه ، علت یې همدا وو چی مقرره وه هغه په خپل وخت متقاعد شی چی د هغه  ۳۹ اسلامی هیوادونو په پوځی ایتلاف کې فعالیت وکړی چی هدف یې جوت ندې ؟که دغه ایتلاف د ناټو ، امریکا او اروپا پرضد وای نو په دغه ایتلاف کې خو ځینې هیوادونه د امریکا او لویدیځ ګوډاګیان دی ایا دوی د خپلو اربابانو پرضد څه کولې شی ؟که دغه ایتلاف د اسلامی هیوادونو پر ضد دې نو بیا خو معامله ډیره خطرناکه او تاوانی ده ، له ترهه ګری سره جنګ یوه خبره ده ، خو حوثی قبایل چی د خپلو حقوقو ، ازادۍ او خپلواکۍ لپاره جنګیږی  او د عربستان د غوښتنې په اساس په هغه جنګ کې شریکیدل چی د خپلواکۍ غواړو د له مینځه وړلو لپاره وی ، څومره د پاکستان په ګټه دې .

د پاکستان دغه مشهور لیکوال عارف نظامی د خپلې مقالې په پاې کې زیاتوی راحیل شریف چی په هیواد کې  محترم وو که په خپل هیواد کې پاتې شوی وای ښه به وو او بهتره دا وه چی هغه په خپل سر دا د ازغو تاج نه وې کیښودلې .

 

 

عاشق حسین طوری

 

 

Jan 10, 2017 13:35 Asia/Kabul
کمنټونه