• د کرایه یا آئیډیالوجېک سپاهی ؟

د پاکستان د فوځ د پخوانی قوماندان جنرل راحیل شریف لخوا د سعودی عربستان په مشرۍ د نهه دېرشو اسلامی هېوادونو د فوځی ائتلاف د قوماندانۍ په غاړه اخېستلو موضوع چې د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف د وېنا له مخې دا چاره د دغه هېواد د حکومت په پوره غږملتیا او اجازې سره ترسره شوې ده

له دې وروسته چې دغه موضوع د پاکستان په دننه کښې له سختو نیوکو سره مخامخه شوې ده، د دغه هېواد حکومت یې هم انفعالی دریځ ته مجبور کړ دے چې وائی دا د جنرل راحیل ذاتی فېصله وه او له دغې فېصلې څه خبر نلری. لکه د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار چې د خپل هېواد د اقتصادی چارو په اړه د غږېدو په ځاے زیاتره په سیاسی چارو کښې نظر څرګندونه کوی وائی: د جنرل راحیل شریف لخوا د نهه دېرشو هېوادونو د فوځی ائتلاف د قوماندانۍ په اړه فېصله نه ده شوې، د هغه د وېنا له مخې اوس به د دغه کار په اړه څېړنه کیږی. له بلې خوا د پاکستان د فوځ پېنشنی جنرل امجد شعېب د جنرل راحیل شریف په نقل سره د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ته ویلی دی چې د جنرل راحیل شریف لخوا د نهه دېرشو هېوادونو د فوځی ائتلاف د قوماندانۍ منل په دې شرط وو چې ایران به هم په دغه ائتلاف کښې ګډون کوی او بله دا چې جنرل راحیل شریف به د چا تر حکم لاندې کار نه کوی او همدارنګ به دا اختیار ولری چې د ائتلاف د غړیو هېوادونو ترمېنځ مېنځګړتیا وکړی چې د جنرل راحیل شریف د وېنا له مخې  سعودی دغه درې واړه شرطونه منلی دی. په داسې حال کښې چې ایران څه ډول کولې شی د داسې یو ائتلاف غړے شی چې د سیمې د خلقو په تېره بیا د یمن د خلقو د ځپلو لپاره تشکیل شوے دے چې د جنرل راحیل شریف لخوا د شرائطو موضوع د خلقو په سترګو له خاورو اچولو نه زیات څه نه دی.

د جنرل راحیل شریف لخوا د نهه دېرشو اسلامی هېوادونو د فوځی ائتلاف د قوماندانۍ له قبلولو نه پس د پاکستان ستر او مشهور لیکوالان د جنګ او دنیا ورځپاڼو په شمول د دغه هېواد په معتبرو ورځپاڼو کښې هره ورځ په دې موضوع لیکنې کوی. نن هم یو ستر او مشهور لیکوال چې آیاز امیر نومیږی په همدې اړه ((په اوبو کښې د غازی جنرل بې مثاله غوټه)) تر عنوان لاندې یوه مقاله د جنګ ورځپاڼې په نننۍ یعنې د روان میلادی کال د اکتوبر د میاشتې د دویشتمې نېټې په ګڼه کښې خپره کړې ده چې د دغې مقالې ځینو برخو ته اشاره ضروری ده. هغه لیکی:

د پاکستان د فوځ پخوانی قوماندان جنرل راحیل شریف چې په هېواد کښې دننه د ترهه ګرۍ په خلاف د شجاعانه فېصلو په خاطر  د خلقو په اتل بدل شوے ؤ او ډرائېورانو به یې تصویرونه د خپلو ګاډو او لاریو په شا لګول خو دغه جنرل له خټو نه په ډک تالاب کښې په داسې خاص قوت او مهارت سره غوټه لګولې ده چې څوک یې تصور هم نه شی کولې.

 د ایاز امیر د وېنا له مخې اوس چې دغه خبر نور له اوازو څخه رابهر شوے دے او  جنرل راحیل شریف به نور د سعودی عرب تر چتر لاندې ډیوټی ترسره کوی، هغه غوره او د خوښې وړ څېره چې د هېواد په دننه کښې د خپل کردار په وجه یې په تېرو دریو کلونو کښې ترلاسه کړې وه نوره هغه له لاسه ورکړې  او داغداره شوې ده.

هغه اسلامی فوځی ائتلاف چې دۀ یې قوماندانی په غاړه واخېسته یو داسې ائتلاف دے چې خارجی وجود نه لری،نه د زمکې په  سر بلکه د کاغذ په سر هم وجود نه لری. ضرورتمن مسلمان قومونه د ورور عرب هېواد د طاقتور سفارتی بېنکی چېک بوک په وړاندې سر ټیټوی او د تېرو  وختونو تجربې هم دا چاره تائیدوی چې د پاکستان اسلامی جمهوریت  په نامه د اسلامی دنیا یوازېنے اېټمی وسله لرونکے هېواد دے چې د سعودی ډالرو ته زیات ضرورت لری.

 د آیاز امیر د وېنا له مخې زیاتره اسلامی هېوادونه نه غواړی چې خپل عرب وروڼه ناراضه کړی خو خپل فوځی ځواکونه هلته نه لیږی. نو جنرل راحیل شریف د کوم صحرائی فوځی ځواک د قوماندانۍ لپاره ځی؟ آیا مونږ پاکستانیان عقل نه لروو چې د مینځنی ختیځ د حالت درک کول زمونږ لپاره مشکله چاره وی او په دې پوه شوو چې هلته څه کیږی او کوم ډول جنګونه روان دی؟

سعودی وائی د نهه دېرشو هېوادونو ائتلاف له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره دے! یا مظهر العجائب! هغه څیز چې سعودی، قطر او امارات یې ترهه ګری بولی د ایران، حزب ا... او روسیې لپاره یو بل څیز دے. د یمن حوثی قبائل د سعودی لپاره ترهه ګر دی  په داسې حال کښې چې ایران هغوی مظلوم او د مرستې مستحق بولی. سعودی او قطر په سوریې کښې د بشار اسد له مخالفینو سره ملګری دی په داسې حال کښې چې حزب ا... او ایران له بشار اسده ملاتړ کوی او بشار اسد د هغوی له مرستې نه بغېر په دمشق کښې دوام نه شی پېدا کولې. د ایران او عراق لپاره ترټولو مهمه مسئله په عراق کښې د داعش شتون  دے په داسې حال کښې چې د سعودی لپاره ترټولو مهمه مسئله داعش نه دے بلکه د سعودی لپاره ترټولو لویه مسئله په سیمه کښې د تشیع د قدرت پراختیا او نفوذ او د ایران لوری ته د بغداد د حکومت ګروهنه ده.

د آیاز امیر د وېنا له مخې په اوس حال کښې په مینځنی ختیځ کښې دوه مهم ائتلافونه موجود دی، چې د یو مشری سعودی کوی او د بل ایران. نو دغه غازی جنرل یعنې راحیل شریف پکار نه دی د پاکستان ملت احمق وبولی.

که هغه د یوې ډېرې زړۀ راکښونکې تنخوا لپاره ځی خو نتیجه یې د داسې یو ائتلاف قوماندانی ده چې خارجی وجود نه لری. نو ځکه د هغۀ تګ به یوازې د سعودی د ګټو د حفاظت لپاره خدمت کول وی نو د پاکستان په اړه به هغه افسوسناکه خبره چې له مخکې نه خوله په خوله ګرځی لا مضبوطه شی چې د دغه هېواد ډېر ځلانده ستوری هم د پېسو لپاره هر کار کولې شی.

د خداے شکر دے چې مونږ د سعودی د ډېپلومېټانو یعنې د دفاع  د وزیر چې بېنکی چېک په لاس کښې ګرځوی د غوښتنې په ردولو سره د یمن جنګ ته ورونه دانګل. خو اوس ګمان کیږی چې غازی جنرل یعنې راحیل شریف کوشش کوی چې له لاسه د تللی وخت تلافی وکړی.

نو اوس رښتیا ویل پکار دی چې د کرایه سپاهی څوک دے؟ که زۀ د عقائدو په بنیاد د داعش یا حزب ا... لپاره جنګیږم نو په صحیح والی یا غلط والی یې عقیده لرم خو که زما خدمتونه د هغه کس لپاره وی چې ښه تنخوا ورکوی نو آیا په  داسې یو صورت کښې به زۀ یو د کرایه سپاهی نه یم؟

-----------

 

Jan 11, 2017 16:01 Asia/Kabul
کمنټونه