• دپاکستان  دفاع وزیر له خپلو خبرو انکاری شو او وائی  راحیل شریف غیر قانونی کار کړی دی

زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د دغه هیواد په مشرانو جرګې کې دحکومت دپالیسۍ په اعلانولو سره ویلی دی هریو ریټایرډ پوځی افسر کله چې نوی نوکری کوی، نو باید له حکومتی اورګانونو این او سی واخلی خو دپاکستان دپوځ ریټایرډ جنرال راحیل شریف په سعودی عربستان کې دنوی نوکرۍ لپاره داین او سی غوښتنه نه ده کړې چې یو غیر قانونی اقدام دی .

داپه داسې حال  دی چې څو ورځې مخکې همدغه  خواجه آصف ؤ چې  ویلی ئې وو دریټایرډ جرنیل راحیل شریف   دسعودی عربستان په مشرۍ دپوځی ائیتلاف   دمشر قوماندان په توګه  منصوبیدا دپاکستان دپوځ او حکومت  په مشورې سره شوې  ده .

 خواجه آصف  په مشرانو جرګې کې  دسعودی عربستان  په مشرۍ  دیوشمیر  هیوادونو دپوځی  آئیتلاف په مشرۍ دراحیل شریف دمنصوبیدو په باب د حکومتی پالیسۍ په بیانولو سره  مخکې  ویلی دی  دپوځ  ریټایرډ افسران پکار ده له بیان نوکرۍ مخکې له دفاع وزارته  این او سی واخلی .  دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی  د  دغه هیواد له دفاع وزیره  پوښتنه کړې چې آیا  راحیل شریف  له ریټایرډ کیدو وروسته دنوکرۍ لپاره  له پوځ  یا  حکومته  کومه این اوسی اخستې ده .؟  نو خواجه آصف  ورته په ځواب کې وویل چې راحیل شریف  دعمرې لپاره  سعودی عربستان ته تللی ؤ او اوس بیرته  راغلی دی خو تر دې دمه ئې   نه دپاکستان دپوځ له لوئې درستیز والۍ او نه  هم له دفاع وزارته    داسې کومه غوښتنه کړې ده .. هغه وویل  هغه  دپاکستان یوه اورګان ته هم اطلاع نه ده  ورکړې چې  هغه ته یعنی راحیل شریف ته په سعودی عربستان کې کومه نوکری ملاؤ شوې ده .  هغه په عین حال کې وویل  چې په دې اړه زیات معلومات نه لری او دلازیاتو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به  مشرانوجرګې ته  خپل راپور وړاندې کړی . .

 

Jan 11, 2017 22:11 Asia/Kabul
کمنټونه