• په پاکستان کې د داعش د فعالیت زیاتیدا

د داعش ډله زیاتره د پیاوړو لویدیځو اوپه مینځنی ختیځ کې د عربو هیوادونو په وسیله پیاوړی کیږی او غواړی چی دغه ډله مرکزی اسیا او هغونورو هیوادونو ته چی پکې ګټې لری واستوی او هغو له خطرې سره مخامخ کړی .

 

د داعش ترهه ګرې ډلې د پاکستان په کویټه ښار کې د بم چاودنې پړه پرغاړه واخیسته .

دغه چاودنه بیګا د کویټه ښار په پشین سټاپ سیمه کې وشوه چی د بلوچستان صوبې د پارلیمان ، د قانون د پوهنځی  او څو خصوصی روغتونونو ودانۍ ورسره نږدې پرتې دی . په داسې حال کې ویل کیږی چی د داعش ترهه ګرې ډلې د دغې چاودنې پړه پرغاړه اخیستی ده چی د پاکستان سیاسی او پوځی چارواکی  په هیواد کې د نوموړی ترهه ګرې ډلې  شتون ردوی .

په دې هکله څو ټکی د پام وړ دی ، لومړې دا چی په وروستیو ورځو کې په پاکستان او افغانستان کې ترهه ګرې حملې زیاتې شوی دی چی ډیرې اندیښمنونکی دی . دوهمه دا چی په پاکستان کې  له ځینو امنیتی ټولنو سره په دغه هیواد کې د فعالو ترهه ګرو او فرقه پالو ډلود ارتباط په دلیل لیرې ښکاری چی د پاکستان استخباراتی اداره ای ایس ای په هیواد کې د داعش په شان د ترهه ګرو ډلو له شتون نه وی خبره . دریمه دا چی په پاکستان کې ځینې ځای ترهه ګرې ډلې ادعا کوی چی له داعش سره ارتباط لری  او خپلې ترهه ګرې حملې د دغې ډلې په نوم پرغاړه اخلی چی دا په پاکستان کې هغه سپیره ښکارنده ده چی  له بهرنیو ټولنو سره د پاکستان د داخل د ترهه ګرو ډلو د ارتباط ښودنه کوی چی په همدفمنه توګه ترهه ګرې حملې کوی . د کویټه په شان د پاکستان په کړکیچ ځپلو سیمو کې د خونړیو تاوتریخوالیو  هدفونه د فرقه ایز جنګ سختول ، له هند او افغانستان سره د پاکستان د اختلافاتو زیاتول چی دغه دوه هیوادونه د کویټه په ناارامیو کې په لاس درلودلو تورنوی ،همداراز په بلوچستان کې د چین د اقتصادی پروګرامونو په خطرې کې اچول   او مرکزی اسیا ته د ترهه ګرې صادرول ، د ترهه ګرو او د هغو د ملاتړو  په هدفونو کې شامل دی .

په افغانستان کې د سیاسی مسلو کارپیژاندې کامبخش نکویی هم وایی چی د داعش ډله زیاتره د پیاوړو لویدیځو اوپه مینځنی ختیځ کې د عربو هیوادونو په وسیله پیاوړی کیږی او غواړی چی دغه ډله مرکزی اسیا او هغونورو هیوادونو ته چی پکې ګټې لری  واستوی او هغو له خطرې سره مخامخ کړی .

 

Aug 13, 2017 12:05 Asia/Kabul
کمنټونه