• امریکا ته د پاکستان د لمړی وزیر  خبر داری

د پاکستان لمړی وزیر، شاهد خاقان عباسی، امریکا ته د یو خبرداری په ورکولو کی وویل: د اسلام آباد په خلاف د واشنګټن غلط سیاستونه به، د سپینی ماڼۍ په زیان وی.

نوموړی زیاته کړه: پاکستان ته د امریکی د پوځی مرستو کموالئ، له ټروریزم سره د مبارزې د کمزوری کیدو سبب ګرځی، او پخپله د امریکی په زیان به تمام شی.

د پاکستان لمړی وزیر څرګنده کړه: د ټروریزم د نابودولو په منظور د جګړې ګټی، هم د امریکا لپاره دی او هم د پاکستان لپاره، ځکه نو په بی ځایو خبرو سره باید، د دغې جګړې د کمزوری کیدو سبب ونه ګرځو.

عباسی وویل: باالآخره امریکا مجبوره ده، هغو زیاتو قربانیانو ته چی، پاکستان له ټروریزم سره د مبارزې په لاره کی ورکړی دی، احترام وکړی؛ او پدې لاره کی د دغه هیواد جدی والئ قبول کړی، ځکه چی د ټروریزم ماته به؛ له اتحاد پرته شونی نه وی.

د پاکستان لمړی وزیر، وروسته د افغانستان مسئلې ته په اشارې سره وویل: پاکستان د دری نیم میلیون افغانستانی کډوالو کوربه دئ، او پدی هیواد کی د نا امنۍ د رامنځته کولو په تور، د اسلام آباد تورنول؛ بی انصافی ده.

د امریکا په خلاف د پاکستان د لمړی وزیر تندی خبری، د هغو عکس العملونو په دوام کی دی؛ چی په تیرو څو اونیو کی، د اسلام آباد په خلاف د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د ویناؤو له خپریدو وروسته، د پاکستان د سیاسی مقامونو؛ ګوندی شخصیتونو او رسندویی ټولنو له خوا، د سپنی ماڼۍ په خلاف ښودل شوی دی.

ټرمپ؛ د افغانستان د جګړې په هکله د امریکی د نوې ستراتیژۍ د اعلان په ترځ کی، له ټروریزم څخه په ملاتړ کی، او د افراط پالو ډلو د امن په ځای باندی د بدلیدو په هکله، په پاکستان باندی د تور لګولو له لارې، ګواښ وکړ؛ چی له اسلام آباد سره به مالی او پوځی مرستی، بندې کړی.

د پاکستان د دولت او پدی هیواد کی د نورو حکومتی ارګانونو له نظره؛ پاکستان، په افغانستان کی له ټروریزم سره د مبارزې قربانی دئ، چی له افراط پالنې سره په مبارزه کی، د زرهاؤو کسانو د وژل کیدو او ټپیانیدو سربیره، پدې زمینه کی څه د پاسه ۷۰ میلیارد ډالره هم لګولی دی.

دا پداسی حال کی ده، چی د سیمی یو شمیر هیوادونه؛ امریکا او د سپنی ماڼۍ لویدیځ متحدین، پاکستان؛ له ټروریزم سره په دوه ګونی کړچار تورنوی، او په افغانستان کی له افراط پالنې سره په مقابله کی، د افغانستان د پوځی قواؤو؛ او د بهرنیو ځواکونو د ماتی ستر علت، د اسلام آباد غیر شفاف سیاستونه ګنی.

د سیاسی مسایلو شناندی« سید قاسم مظفری» وایی: پاکستان یواځی غواړی نړیوالو ته داسی وښیې؛ چی په افغانستان کی د سولې په زمینه کی هڅه کوی، او نه غواړی چی دغه هیواد د اور او وینې په منځ کی وی؛ خو په حقیقت کی د خپلو سیاسی اهدافو د لاسته راوړلو په لټه کی دئ، او هیڅکله یی په افغانستان کی د سولې او ثبات د رامنځته کولو په منظور، صادقانه هلې ځلې نه دی کړې.

که څه هم؛ پاکستانی مقامونه وایی چی له ټروریزم سره مبارزه کول، ملی ضرورت، او د امنیت د پوره کولو، او په پاکستان کی له تاوتریخوالی او ټرور سره د مبارزې لپاره یوه حتمی چاره ده، خو د یاد هیواد سیمه ایز او نړیوال څیړاندی باوری دی، چی اسلام آباد؛ په ښه او بد باندی د ټروریزم په ویشلو سره، له افراط پالنې سره د مبارزې پروسې ته جدی زیانونه رسولی دی. دغه څیړاندی وایی: پاکستان له بد ټروریزم سره؛ چی د دغه هیواد محیط او خاوره نا امنه کوی، مبارزه کوی؛ خو هغه ډول ټروریزم ، چی د پاکستان ګاونډیان یی له کړکیچ او مشکل سره لاس او ګریوان کړی دی، د دغه هیواد له نظره ښه ټروریزم ګنل کیږی؛ او نه یواځی د هغه په وړاندی مبارزه نه کوی، بلکه ور څخه ملاتړ کوی.

 

 

 

Sep 13, 2017 17:35 Asia/Kabul
کمنټونه