• د افغانستان کړکیچ په جنګ نه هواریږي

د پاکستان ولسمشر وویل: د افغانستان کړکیچ به د جنګ له لارې هوار نه شي.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن په یوه وینا کښې وویل: د افغانستان کړکیچ به یوازې د خبرواترو او سیاسي مذاکراتو له لارې هوار شي او پوځي اقدامات یې حل لاره نه ده.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت په افغانستان کښې د سولې له پروسې په ملاتړ ژمن دی او په دغه هیواد کښې د ټکاو رامینځته کیدو لپاره به له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

 

Sep 13, 2017 20:39 Asia/Kabul
کمنټونه