• د امریکا ولسمشر ټرمپ له هندوستان غوښتي وو چې په افغانستان کښې زیات رول ولوبوي .
    د امریکا ولسمشر ټرمپ له هندوستان غوښتي وو چې په افغانستان کښې زیات رول ولوبوي .

تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل اسلام اباد به هیڅکله په افغانستان کښې دهندوستان سیاسی او پوځی رول ونه منی .

هغه دامریکا د بهرنیو اړیکو دشورا په غونډې کښې وویل اسلام اباد له افغانستان سره دهندوستان  له مالی مرستو سره مشکل نلری خو هیڅکله به په افغانستان کښې د نوی ډیلی له سیاسی او پوځی رول سره موافقت ونکړی .

دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل په افغانستان کښې د هندوستان پوځی اوسیاسی رول حالات پیچلی کړی دی او هیڅ مشکل نه حل کوی .

هغه په افغانستان کښې دنوی ډیلی داقتصادی رول په اړه هم وویل داقتصادی رول لرل په  هند پورې اړه لری .

دپاکستان دلومړی وزیر شاهدخان عباسی دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوی دی چې مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ دافغانستان  او دجنوبی اسیا په اړه دنوی ستراتژۍ داعلانولو په وخت له هندوستان غوښتی وو چې په افغانستان کښې زیات رول ولوبوی .

 

Sep 24, 2017 05:17 Asia/Kabul
کمنټونه