• پاکستان دترهګرۍ پرضد په جنګ کولو سربیره په افغانستان کښې القاعده ډلې ته په ماتي ورکولو کښې له امریکا سره بې مخینې مرسته کړي وه .
    پاکستان دترهګرۍ پرضد په جنګ کولو سربیره په افغانستان کښې القاعده ډلې ته په ماتي ورکولو کښې له امریکا سره بې مخینې مرسته کړي وه .

زمونږخبریال وایی دپاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کښې د امریکا سفیر ډیویډ هیل احضار کړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دڅرګندونو په اړه اعتراض ورته اعلان کړی .

دغه راز دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سبا دملی امنیت دکمیټۍ غونډه وربللی ده چې دهیواد  او دسیمې د امنیت په اړه غور وکړی .

امکان شته چې دپاکستان فیډرال کابینه نن په اسلام اباد کښې له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سره کتنه په اوسنیو پرمختیاو غور وکړی .

دغه راز دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف دامریکا د ولسمشر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا باید خپل خلک په افغانستان کښې دخپلې ناکامۍ مسول وبولی .

هغه وویل مونږ له مخکې  څخه دپاکستان لخوا د نورو اقداماتو لپاره دامریکا غوښتنې ته نه ویلی دی او د ټرمپ لخوا د نورو اقداماتو غوښتنه هیڅ اهمیت نلری .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل مونږ په ښکاره امریکا ته د ټولو پیسو حساب کتاب ورکولوته تیار یوو .

هغه وویل امریکا په افغانستان کښې په خپلې ناکامۍ ویریدلی ده او د پوځی قوت دکارولو پرځاې باید دخبرو لاره غوره کړی .

دغه راز دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر هم وویل دغه هیواد دخپلې خاورې ددفاع کولو جوګه دی .

هغه  دامریکا د ولسمشر په څرګندونو شننې سره وویل پاکستان دترهګرۍ پرضد په جنګ کولو سربیره په افغانستان کښې القاعده ډلې ته په ماتی ورکولو کښې له امریکا سره بې مخینې مرسته کړی وه .

دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر وویل په دغه هیواد کښې دترهګرو هیڅ پټنځایونه نشته .

دغه راز دپاکستان دتحریک انصاف د مشر مرستیال شاه محمود قریشی وویل پاکستان باید دخپلو ګټو په لړ کښې اقدامات ترسره کړی پرته له دې چې امریکا  ورسره مالی مرسته کوی او که نه .

شاه محمود قریشی وویل چې پاکستان دې ته ضرورت لری چې دچین ایران او دترکیې په شان دسیمې قدرتونو او حتی اروپای اتحادیې ته مخه کړی کومه چې دسیمې په حالاتو او دپاکستان په دریځ په ښه ډول پوهیږی .

 

Jan 02, 2018 06:38 Asia/Kabul
کمنټونه