• دامریکا په احمقانه سیاست د ډونالډټرمپ اعتراف

کله د امریکا په څیر دیوه هیواد ولسمشر چې ځان د نړۍ یوازینی زبرځواک ګڼی ، دنوی کال دپیلیدا په مناسبت پخپل پیغام کې دغه شان کاروی ،نو بیا څه امید ساتل کیدلی شی ، چې ۲۰۱۸نوی کال به د سولې او آرامښت په کال بدل شی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دنوی میلادی کال   په پیل کې پخپل ټولنیز پیغام کې بلاخره هم اعتراف کړی،امریکاپه تیروپنځلسوکلونوکې په احمقانه  ډول  له پاکستان سره  درې دیرش میلیارډ ډالری  مرستې کړی دی، خو دغه هیوادپه بدل کې له دروغو اودوکو پرته امریکاته بل څه نه دی وړاندې کړی .

ډونالډټرمپ  په دغه ټولنیز پیغام کې مخکې وئیلی دی ، پاکستان پخپلې  خاورې کې هغو ترهه ګرو ته دپناه ځای ورکړی ،چې امریکا  په ا فغانستان کې په هغو پسې ده .  هغه  خبرداری ورکړی  نور  دامریکا لپاره د غه پټنځایونه د زغملو نه  دی .

باید ووئیل  شی   ډونالډ ټرمپ  دافغانستان او جنوبی آسیا لپاره  د خپلې نوی  سټراټژۍ  داعلان په وخت  هم پاکستان   په افغانستان کې د جنګ د دوام اصلی عامل بللی  ؤ . د ا مریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنیس هم  چې څه موده  مخکې  ئې افغانستان ته پټ سفر کړی ؤ، په بګرام هوائی ډګر کې ئې د  امریکائی قوماندانانو اوپوځیانو په ټول کې پخپلې وینا کې  پاکستان ته خبرداری ورکړی  ؤ چې  نو   له ترهه ګرو  دپاکستان  د ملاتړ وخت تیر شوی دی.  هغه په عین حال کې  وئیلی وو چې  پاکستان له امریکا سره  په ملګرتیا سره  ډیر شیان  ترلاسه کولی شی اوهمداراز  د ملګرتیا د نه کولو په بڼه کې  هم  ډیر شیان له لاسه ورکولی شی  او اوس  ډونالډ ټرمپ  د ۲۰۱۸  نوی کال پیلیدا هم  دپاکستان په  ګواښلو سره پیل کړی  او  هغه مرستې چې  د  امریکا له خوا  پاکستان ته ورکړل شوی دی ،   دا ئې  ډیرې احمقانه بللی  دی . 

 دافغانستان  حکومت  د دغه مطلب تر لیکل کیدا پورې  د امریکا دولسمشر  دڅرګندونو په باب  خپل نظر نه دی وړاندې کړی ، خو  دافغانستان  پخوانی ولسمشر  حامد کرزی  د  ډونالډ ټرمپ   پاکستان ضد څرګندونې  ستائیلی   او پخپل ټولنیز چینل کې ئې لیکلی دی ،د ډونالډټرمپ  وروستیو څرګندونو ثابته کړې ده چې  دافغانستان دبې ګناه خلو  او دکلو په بمبارولو سره  دافغانستان  جنګ نه ختمیږی ،بلکې   له افغانستانه په بهر کې د  دترهه ګرو دپټنځایونو   په له مینځه وړلو سره  په دغه هیواد کې د جنګ ختمیدل ممکن د ی .  د افغانستان دپخوانی ولسمشر  په وینا،د ټرامپ  پاکستان ضد څرګندونو  دهغه (کرزی )  هغه دریځونه  تابتوی  چې  د  دخپلې ولسمشرۍ  په پړاؤ کې ئې  غوره کول .

دتهران دپښتو خپرونې  هم په دې اړه  د پاکستان په پیښور کې د   نیوز ورځپاڼې   د  بیورو چیف  او تکړه  شناندی رحیم ا... یو سفزی  نظر پوښتلی ، چې  هغه   هم په ځواب کې د نوی میلادی کال په پیل کې  د امریکائی ولسمشر   ګواښونکی څرګندونې افسوسناکې بللی او وئیلی  ئې دی، کله د امریکا په څیر دیوه هیواد ولسمشر  چې  ځان د  نړۍ یوازینی زبرځواک  ګڼی ،   دنوی کال دپیلیدا په مناسبت  پخپل پیغام کې   دغه شان   کاروی ،نو بیا څه  امید ساتل کیدلی شی ، چې   ۲۰۱۸نوی کال  به د سولې او آرامښت په کال بدل شی . دپاکستان دغه تکړه ژورنالیسټ  همداراز وئیلی ، همدغه ټرمپ  د تیر کال په اکتوبر میاشت کله  یوه امریکائی کینیډائی جوړه  دپاکستان دپوځ په لاس   دحقانی  چینل  له منګولو آزاده  شوه ، نو  په ټیلیفونی  خبرو کې ئې  دپاکستان قدرونه وکړه  ،خو اوس  ئې دریځ  په بشپړ ډول بدل شوی  او پاسکتان ګواښی .   هغه همداراز  له پاکستان سره د امریکا د درې دیرش میلیارډ ډالری  مرستو ته په اشارې سره  هم ووئیل ،  له دغو مرستو پنځلس  میلیارډ ډالری مرستې  دترهه ګرۍ او جنګ په ضد  دامریکا په مشرۍ  په ائیتلاف کې  د پآکستان دګډون په خاطر  دی  چې   امریکا ئې  دپاکستان  پوځ ته دجنګ دلګښتونو په خاطر  ورکوی . ښاغلی یوسف زئ همداراز  دپاکستان دپخوانی  ولسمشر ریټایرډ جنرال  پرویز مشرف  باندې په نیوکو سره هم ووئیل ، هغه  په ۲۰۰۱کال کې  له کوم  چون او چرا پرته    ا مریکا ته تسلیم شو او   خپله خاوره اوفضا ئې  به افغانستان دحملې لپاره  دامریکا په  اختیار کې ورکړه  .  ښاغلی رحیم ا... یو سفزئ په عین  حال کې وئیلی دی ، ممکنه ده  د طالبانو  او  حقانی  چینل مشران په پاکستان کې وی ، خو دوی  چې  دافغانستان په جنګ کې ګډون  نه  کوی ،بلکې  هغه کسان اوطالبان چې  په افغانستان کې موجود دی  او  دامریکا په ضد جنګیږی ، ولې  امریکائی او ناټو ځواک  او همداراز افغان  ملی اردو   ورته  د دغه هیواد په خاورې کې ماته نشی ورکولی ؟.

 په  عین حال کې د  افغانستان  یوه تکړه شناندی او لیکوال  نجیب منلی  هم  له مونږ سره په ټیلیفونی مرکې کې  د  ډونالډ ټرمپ  دپاکستان  ضد څرګندونو په باب  وئیلی دی ،  د ډونالډ ټرمپ څرګندونې  په حقیقت کې  دامریکا   په هغو احمقانه  سیاستونو اعتراف دی چې  په تیرو پنځلسو کلونو کې ئې  په افغانستان کې  اعمال کړی دی .  هغه  د ډونالډ ټرمپ  له پاکستان ضده څرګندونو  د حامد کرزی  ستاینې ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  دافغانستان پخوانی ولسمشر  وائی ،  دهغه دریځونه  چې  د هغه د ولسمشرۍ   په  وخت کې  ئې چې د ترهه ګرۍ  په ضد   ئې وړاندې کول ،  په دې باب چې  امریکایان دې   دطالبانو په پلمه  دافغانستان پر بې ګناه خلکو پمبارۍ نه کوی ،بلکې  دوی یعنی  طالبان او ترهه ګر  دافغانستانا له خاورې په بهر کې  په پاکستان کې دی ، ،  امریکایان ئې  باید هلته تعقیب کړی ، بلاخره  ثابت شول ، البته اوس باید ولیدل شی ، چې  آیا  واقعا  امریکا په افغانستان کې د جنګ دختمیدو اراده  لری ؟.

( لیکوال : عاشق حسین طوری )

 

ټیګونه

Jan 02, 2018 15:03 Asia/Kabul
کمنټونه