• خواجه اصف: امریکا پاکستان ته خیرات نه دی ورکړی  

تېره ورځ د امریکې ولسمشر «ټرمپ» د پاکستان په اړه په څرګندونو کې وویل چې د پاکستان سره یې په تیرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ ملیارده ډالر کمک کړی خو په ځواب کې یوازی چل او دوکه تر لاسه کړې.

 

د ټرمپ د څرګندونو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ دیپلوماتیکی اړیکې کړکیچنې شوی دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکې سفیر ور غوښتی او سخت احتجاج یې ورته کړی دی.

له بلی خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی چې د ټرمپ نیوکې بې اساسه دی، هیڅ حقیقت نه لری.

نوموړی وویل: کومې مرستې چې امریکا د پاکستان سره کړی، هغه یې په خیرات کې نه دی ورکړی، بلکې په مقابل کې یې ګټې تر لاسه کړی دی، خو نوموړی هغه ګټې نه دی په ګوته کړی. خو زیاته یې کړه چې د امریکې پوځ د پاکستان د ځمکې څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار کړی.

هغه ویلی چې هیواد یې تیار دی د هغو مرستو تفصیل نړیوالې ټولنې ته ورکړی چې امریکا د پاکستان سره کړی دی.

د امریکې ولسمشر ټرمپ ویلی وؤ چې پاکستان داسی فکر کوی د امریکې ولسمشران احمقان دی. دوی زمونږ څخه په ملیاردونو ډالره واخیسته، او په ورته وخت کې یې هغو «تروریستانو» ته پناه ځایونه ورکړه، چې امریکا یې په افغانستان کې تعقیبوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، خواجه اصف، چې ددې تر مخه د دفاع وزیر وو، په خپلو تندو غبرګونونو مشهور دی، هغه تر دې وړاندی هم د ټرمپ نیوکو ته په ځواب کې ویلی وه چې په افغانستان کې دی د خپلې ناکامۍ تور پر پاکستان نه پوری کوی، امریکا د افغانستان جګړه بایللې ده او دا حقیقت چې څومره ژر ومنی هغومره ورته بهتره ده.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د پاکستان دفاع وزیر د ایکسپریس نیوز تلویزون سره په مرکه کې وویل: چې دوی به کله هم امریکې ته اجازه ور نه کړی چې خپله د افغانستان جګړه پاکستان ته انتقال کړی.

Jan 02, 2018 15:53 Asia/Kabul
کمنټونه