• په محکمه کښې د پاکستان د څنګته شوی وزیراعظم حاضرېدل

د پاکستان څنګته کړے شوے وزیراعظم د سختو امنیتی تدابیرو ترمېنځ محکمې ته حاضر شو.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې نواز شریف نن په محکمه کښې د خپل مالی فساد د دوسیې په ځواب کشې وویل: د هغه په خلاف د دوسیې جوړول سیاسی انګېزه لری.

له دې مخکې د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ نواز شریف د مالی ټګۍ په تور د وزیراعظمۍ له عهدې څخه څنګته کړ.

 

Jan 03, 2018 15:34 Asia/Kabul
کمنټونه