• امریکاپاکستان ته څه خیرات نه دی ورکړی

دشوو موافقو په اساس اوس هم امریکا باید څه دپاسه لس میلیارډ ډالره پاکستان ته ورکړی ، چې سترګې ئې پرې پټې کړی دی .

فارس خبری آ ژانس راپورورکړ  دپآکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان  نن  په اسلام اباد  کې په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،  داسلام اباد او واشنګټن ترمینځ   نوره ملګرتیا ختمه شوې ده او امریکا تراوسه پورې  داسلام اباد  لس میلیارډ ډالره پوره َوړې ده .

 هغه همداراز  دترهه ګرو ډلو  دځپنې په پلمه   دپاکستان په شمال لویدیځ کې  دعملیاتو په باب    سخت خبرداری ورکړ . 

 دپاکستان دفاع وزیر روښانه کړې ، که امریکا  په پاکستان کې د ترهه ګرو  د پټنځایونو  په باب  کوم اطلاعات لری ، نو  داسلام اباد  حکومت ته دې ورکړی  څو دهغوی  په خلاف  عملیات ترسره شی .

 هغه په عین حال کې   ګواښ وکړ   امریکا پاکستان ته څه خیرات نه دی ورکړی چې   دړکې  هم ورکوی ،  له ترهه ګرۍ  سره په جنګ کې   له پاکستانه زیاتې قربانۍ چا نه د ی ورکړی او  له پاکستان  سره دامریکا مالی مرستې هم  دومره نه دی لکه څومره چې د  پاکستان  تاوانونه شوی دی  او   دشوو موافقو په اساس  اوس هم  امریکا باید   څه دپاسه  لس میلیارډ ډالره پاکستان ته ورکړی ، چې سترګې ئې پرې پټې کړی دی .

  دامریکا ولسمشر  دوه ورځې مخکې یو ځل بیا  په کرغیړنو  څرګندونو کې  پر پاکستان د  دوکه  ورکولو تور لګولی او  وئیلی ئې وو چې نوره  به پاکستان ته مالی مرستې ورنه کړی ،  چې  دپاکستان  خارجه وزیر  خواجه آصف  هم د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په  غبرګونو کې  وئیلی وو چې ا مریکا  پاکستان  ته څه خیرات  نه دی ورکړی چې پر مونږ احسان هم کوی . له مرستو څو چنده زیاتې ګټې ئې ترلاسه کړی دی .

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 19:13 Asia/Kabul
کمنټونه