• دپاکستان ولس یوځل بیا دامریکاپه ضدخپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ

دامریکا له دړکو او ګواښونو دپاکستان ملت هیڅکله هم نه ویریږی او دا امریکا ده چې د غلطو او جنایتکارو سیاستونو له امله ئې د پآکستان په کور کور او کوڅې کوڅې کې د بې ګناه خلکو وینه تویږی او دا امریکا ده چې د ترهه ګرو او جنایتکارو بشبړ ملاتړ کوی.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ  دپاکستان  دلسګونو ښارونو په لکونو خلکو  دامریکا  د جنجالی ولسمشر  د پاکستان ضد څرګندونو باندې په اعتراض کې  په سترو مظاهرو جوړولو سره  له اسلام اباده  دامریکا د سفیر  دشړلو غوښتنه وکړه . 

 راپور ښئ  دپاکستان  په لکونو  پاریدلو خلکو  پخپلو  چغو کې  دامریکا په ضد  خپله کرکه   او غوسه   د  ډونالډ ټرمپ  د جوسې  او د امریکاد بیرغ په سوزولو سره  نندارې ته وړاندې کړه .  دوی داسلامی امت په تیره بیا د  پاکستان د سیاستوالانو او حکومت    او ولس  په غږملتیا او یوه خوله کیدا په ټینګار سره    اعلان کړی ، دامریکا له دړکو  او ګواښونو  دپاکستان ملت هیڅکله هم نه ویریږی  او دا امریکا ده چې  د غلطو او جنایتکارو سیاستونو له امله ئې  د پآکستان   په کور کور او کوڅې کوڅې کې  د  بې ګناه خلکو  وینه تویږی  او   دا امریکا ده چې د ترهه ګرو  او جنایتکارو  بشبړ ملاتړ کوی. او  داسلامی امت په ضد ئې  په ښکاره   د جنګ اعلان کړی دی .  دوی پخپلو شعارونو کې  داسلامی امت په  یووالی او اتحاد هم ټینکار  کړی او دغه راز ئې  پر ځینو غولیدلو   او پیّلو  اسلامی  هیوادونو هم غږ کړی ،  هیڅکله دې پر امریکا  باؤر نه کوی  ځکه امریکا  له نورو  دخپلو ګټو لپاره ناوړه استفاده کوی او کله ئې   چې دمصرف   نیټه تیره شی ، نو د ټیشو پیپر په څیر به ئې  لیرې ګوزار کړی .

 دپآکستان   ولس په  خپلو مظاهرو کې  همداراز پر خپل حکومتی چارواکو هم غږ کړی ،  هیڅکله دې هم د امریکائی  دړکه مارو په وړاندې سر ټیټی ونه کړی او دهغوی ناروا غوښتنې دې ونه منی . ځّکه  پاکستان پخپله هم دترهه  ګرۍ قربانی دی او  د ترهه ګرو د له مینځّه وړلو  او  دهغوی په ضد په مبارزې کې ئې په لسګونو زره قربانۍ وړاندې کړی دی .

 

Jan 03, 2018 20:25 Asia/Kabul
کمنټونه