• په پاکستان کی د زینب د قاتل د نه نیول کیدا په اعتراض کی هماغه  راز مظاهری روانی دی

د پاکستان اکثره خلک د دغه ظلم د ترسره کونکی د نیولو او په څرګنده د هغه د پانسۍ کولو غوښتنه کوی .

 

زمونږ خبریال راپور راکوی چی د پاکستان د پنجاب صوبې په قصور ښار کی په اوه کلنۍ انجلۍ زینب له جنسی تیری وروسته د وژل کیدا په اعتراض کی خلکو نن هم مظاهرې ترسره کړی او حکومت پرضد یې سخت شعارونه ورکړل . پرون په همدغه شان مظاهرو کی د پولیسو په ډزو کی دوه مظاچیان وژل شوی وو .

نن د پاکستان په ولسی جرګه کی هم په دغه موضوع  خبرې وشوی او داپوزیشن مشر خورشید شاه په حکومت په اعتراض کی وویل چی باید دولت خپله ناکامی  ومنی . همداراز د تحریک انصاف مشر عمران خان هم نن په پیښور کی په یوه غونډه کی ویلی دی چی په قصور ښار کی په څو میاشتو کی دولس ماشومان  له جنسی تیری وروسته وژل شوی دی چی دا حکومت لپاره د ډیرشرم خبره ده . ده همداراز په نواز او شهباز شریف هم اعتراض وکړ او ویې ویل چی دوی خلک ګمراه کوی .

له اوه کلنۍ انجلۍ زینب سره په دغه ظلم نه یوازې درست پاکستانیان بلکی درست وجدان لرونکی انسان سخت غوسه دی او له حکومته غواړی چی د دغه ډول بیښو د مخنیوی لپاره جدی اقدامات وکړی . د پاکستان اکثره خلک د دغه ظلم د ترسره کونکی د نیولو او په څرګنده د هغه د پانسۍ کولو غوښتنه کوی .

 

Jan 12, 2018 15:47 Asia/Kabul
کمنټونه