• عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوی اعلی وزیر شو

د پاکستان د بلوچستان صوبې نوی منتخب وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو نن ماښام لوړه کوي.

د مسلم لیګ قائداعظم څانګې عبدالقدوس بزنجو په ۴۱ رایو سره د بلوچستان اسمبلۍ نوی وزیراعلی وټاکل شو.

د پاکستان د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ مشرې راحیله حمید خان دراني د عبدالقدوس بزنجو د کامیابۍ په اعلانولو سره وویل چې د نوي وزیراعلی د غوره کولو لپاره ټول ټال ۵۴ راې ورکړی شوې چې پکښې عبدالقدوس بزنجو ۴۱ راې او د پښتونخوا میپ  لخوا غوره شوي کاندید آغا سید لیاقت علي ۱۳ راې وګټلې.

د بلوچستان نوی منتخب وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو نن ماښام لوړه کوي.

 

ټیګونه

Jan 13, 2018 12:57 Asia/Kabul
کمنټونه