• آیاپه پاکستان کې د ترهه ګرۍپه ضدفتوا کوم واقعیَت دی که  دوکه ؟

دترهه ګرۍ په ضد فتوا د پآکستان شیعه او سنی دینی عالمانو لاس لیک کړې ده ،البته ډیری شناندی او کارپوهان اوس داپوښتنه مطرح کوی ، چې آ یا د ځان مرګی حملو او ترهه ګرۍ په ضد په دغې فتوا سره به دغه غیر انسانی اوغیر اسلامی چارې په سیمې په تیره بیا په افغانستان او پاکستان کې ودریږی او سیمې ته به د سولېئ ،ثبات او آرامښت دبیرته ستنیدو لامل شی چې دټولنې یوه خورا مهمه اړتیا ده ؟

دپاکستان په اسلام آباد کې  په یوه بې مخنینې اقدام کې  د دغه هیواد   څه دپاسه  یو زر اته سوه  دینی  عالمانو  د  پاکستان  د ولسمشر په ماڼۍ کې  په غونډیدو سره   دترهه ګرۍ په ضد یوه فتوا   اوملی اعلامیه صادره کړه .

زمونږخبریال هم راپور راکوی،  دپآکستان په اسلام ا باد کې    دترهه ګرۍ په ضد فتوا  دپاکستان دپیغام  نومې  سیمنار کې  په دغې ملی اعلامیې کې  وئیل شوی دی ،  ترهه ګری ،  ځان مرګی حملې   او   دشریعّت  داجرا په  نامې سره  وسلوالې هلې ځلې  حرامې دی . 

 دپاکستان ولسمشر ممنون  حسین  چې   په دغه سیمنار کې ئې   د دینی عالمانو او د  سیاسی او مذهبی   ګوندونو دمشرانو  په ټول کې وینا کوله  ووئیل ،      د:پاکستان پیغام  نومې اعلامیه به ، منحرف شوی کسان  اصلاح کړی ،  دترهه ګرۍ په ضد  په فتوا کې   ځان مرګی حملې حرامې بلل شوی دی.   همداراز په اعلامیې کې راغلی دی ، د هیواد  له امنیتی ځواک سره  ملګرتیا ، د  ولس یو ه فریضه ده .    د پاکستان خارجه وزیر  خواجه محمد آصف  هم  په دغو دستورو  کې پخپلې وینا کې  روښآنه کړې ، دترهه ګرو او دهغو  کسانو لپاره چې دترهه ګرو لپاره آسانتیاوې برابروی ، په هیواد کې  هیڅ   ځای نشته  او دهغوی په ضد به پاکونکی عملیات هماغه راز دوام وکړی .  په دغو دستورو کې همداراز  دپآکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم  دترهه ګرۍ په ضد دفتوا به باب  دخپل نظر په بیانولو سره  ووئیل ، علمی  انقلاب   نن د  مونږ د کور  دروازه  ټکَوَی  ،یعنی د پاکستان  ماشومان او ځوانان  باید   دعلم په رڼا  خپل ځانونه سنبال کړی څو  د افراطی  او ترهه ګرو ډلوپه لمسونو ونه غولیږی .  په دغو دستورو کې همداراز د پاکستان دجمعیَت  علمای  اسلام ف څانګې مشر  مولانا فضل الرحمن هم  پخپل وار   په وینا کې ووئیل ،  د شریَعت  اجرا د ټوپک  په وسیله جایز نه دی ،  په داسې  حال کې چې   د مولانا حق نواز جهنګوی  په مشرۍ  په ۱۹۸۵کال کې  دسپاه صحابه  اوجنګوی لښکر  ترهه ګره ډلګۍ  د همدغه مولانا فضل الرحمن   له جمعیّت علمای اسلام ،مذهبی ګونده بیله شوې وه ، خو   دمولانا فضل الرحمن  له خوا،  دترهه ګرو فعالیتونو  په خاطر هیڅکله هم   نه  ده رتل شوی او هیڅکله ئې هم پرې نیوکې نه دی کړی .

باید ووئیل شی  چې   دغه فتوا  د پآکستان شیعه او سنی  دینی عالمانو   لاس لیک کړې ده ،البته ډیری شناندی او  کارپوهان اوس داپوښتنه مطرح کوی ، چې آ یا    د ځان مرګی حملو او ترهه ګرۍ په ضد  په دغې فتوا سره  به   دغه غیر انسانی اوغیر اسلامی  چارې   په سیمې په تیره بیا په افغانستان او پاکستان کې ودریږی  او  سیمې ته به  د سولېئ ،ثبات او آرامښت دبیرته ستنیدو   لامل شی چې  دټولنې یوه خورا مهمه اړتیا ده  ؟

 داپه داسې حال کې دی، هغه ترهه ګرې او افراطی ډلې  چې  د جهاد  په نامې سره  خپل فعالیتونه  توجیح کوی ،  ځان مرګی حملې  دځان لپاهر  د یوې  ترټولو ښئې او  ستراټژیکې وسلې په توګه  ګڼی ، خو   دپاکستان  داخلی  او همداراز  په افغانستان کې بهرنی نیوکه کونکی ،  دپاکستان   پوځ او استخباراتی  ادارې   دترهه ګرو اوافراطی ډلو  په راپنځولو تورنوی  او په دې اند دی  چې  دغه ترهه ګرې اوافراطی ډلې  دپاکستان دسیاسی موخو لپاره  جوړې شوی دی چې  په دې باب د پاکستان  زیاتره جنرالانو  څرګندونې چې  دغه افراطی او جهادی ډلې  دپاکستان  سټراټژیکه پانګه ده ، پر دې چارې دلالت کوی چې  په پاکستان او افغانستان کې ترهه ګری ، پخپله د پاکستانیو جنرالانو له خوا  پلان اوپنځول شوې  ده ، خو  باید ووئیل شی ، چې   نه یوازې  پاکستان ، بلکې  ځینی نور هیوادونه هم    دترهه ګرۍ دسپیرې بلا په راپنځولو کې له پاکستان سره   ملګری اوهمدست  شوی وو .

دغه  نیوکه  کونکی  شناندی  وائی ، دغه بحث بیرته ستنیزی څلویښت کاله مخکې وخت ته ، چې  امریکا    دپاکستان دپوځ له جنرالانو سره یو ځای  شوی او  د سعودی عربستان په مرستې سره ئې  غوښتل  شوروی اتحاد په افغانستان کې  په ګونډو کړی ،  سعودی عربستان   رژیم  هم له خپل هیواده او هم له نورو عربی هیوادونو په لسګونو زره  عرب ځوانان  په میلیارډونو ډالرو سره  وګمارل  او  په افغانستان کې ئې  له شوروی اتحاد سره   جنګ ته ولیږدول .  امریکا هم  په  پیل کې   دخپل یوازینی سیال یعنی  شوروی اتحاد  په مقابل کې د جهاد په نامې سره ،  له افغانانو اوعربانو   ډیره  استفاده وکړه ، خو   دویئتنام   د  دجنګ  دماتې له اخستو او  پخپلې ګټې ئې د ساړۀ  جنګ  له ختمولو وروسته ئې،  په افغانستان   کې د یوه  حقیقی اسلامی حکومت   دجوړیدا دمخنیوی  په خاطر دغه هیواد یوازې  او پخپل حال پریښود، او دغه هیواد ئې یو ډول پاکستان ته وسپار،څو  له هغو کسانو  چې  له شوروی سره ئې په جنګ کې مجاهدین بلل کیدل ،د د طالبانو او القاعدې په څیر د ترهه ګرو ډلو   دجوړولو او په دغه هیواد کې ئې د  داخلی شخړو زمینه برابره کړه ، او دغه هیواد ئې له نه ختمیدونکو  ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان کړ . په افغانستان کې د شوروی اتحاد  له ماتې وروسته وه چې  درسته سیمه، سوکه سوکه    دسیمه ایزې او  نړیوالې ترهه ګرۍ په لور  پرمخ لاړه او  له ترهه ګرۍ سره ئې  د مبارزې په پلمه  دیوې بلې سناریو  لپاره زمینه برابره کړه . لکه څنګه چې   په ۲۰۰۱کال کې د ستمبر دیولسمې  مرموزې حملې  د دغې سناریو مصداق   وګرځیدې  او  پر  افغانستان ، دې ځل    دترهه ګرو  له منګولو د   دغه هیواد  د ژغورنې په پلمه  ،امریکا او دهغې متحدانو  د  همدغه کال  د اکتوبر په اومه نیټه  ، پر دغه هیواد لښکر کشی  وکړه  چې  د  سی بی ایس ټیلیویژنی چینل  د یوه راپور په اساس ،  اوس  د  اولسو  کلونو  په تیریدا  او د یو ټریلیّن ډالرو په لګښت او  د څه دپاسه   دوه زره درې سوه امریکائی  عسکرو  په وژلو سره    اوس هم  کابل  دترهه ګرو په کلابندۍ کې دی  او  دافغانستان د ولسی جرګې دیوه تکړه استازی  حاجی ظاهر قدیر به وینا، د داعش  تفکیری ترهه ګرې ډلې په نامه سپیره بلاهم ،  په افغانستان کې د  دبهرنیو عسکرو په  بشپړ مرستو سره  راپنځول شوې ده  ، په دې معنا چې   خر هماغه  خر دی ،خو یوازې کَتَه(پلان ) ئې  بدلیږی.

دسیمې ډیری شناندی او دچارو کارپوهان اوس بیا داپوښتنې  مطرح کوی چې  ، په دې اساس  اوس لیدل کیږی ، هغه ترهه ګرې ډلې چې  هره یوه  ئې له یوې  بهرنۍ سرچینې او ځای سره وصل  ده ، او دخپلو اربابانو  دموخو لپاره کار کوی ، آیا  له ترهه ګرۍ به لاس واخلی ؟  آیا اربابان به ورته  د دغه کار  اجازت ورکړی .؟، لکه څنګه  چې په تیرو وختونو کې هم  په مینځنی ختیځ کې     هم دینی عالمانو اومفتیانو  دترهه ګرۍ په ضد فتواګانې صادرې کړې وې ، خو هیح مثبته  نتیجه ئې  نه  وه درلودلې ، خدای دې وکړی چې  په پاکستان  کې د دینی  عالمانو  او مذهبی اوسیاسی ګوندونو دمشرانو  دغه  ستره غونډه او  دترهه ګرۍ او افراط پالنې او ځان مرګو حملو په ضد فتوا ، کارندوالی نندارې ته وړاندې  کړی او ترهه ګر هم  له خپلو سپیرو کارونو لاس واخلی .

(لیکوال : عاشق حسین طوری )

 

Jan 17, 2018 14:50 Asia/Kabul
کمنټونه