• افغانستان هماغه شان له ترهه ګرۍملاتړته دوام ورکوی

پاکستان او افغانستان په همداوروستیو کلونو کې یو بل دترهه ګرو ډلو په ملاتړ تورنوی ،خو ډیری شناندی او کارپوهان وائی دریم ګړی د دغو دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ترینګلتیاؤ دوام غواړی او پخپله هڅه کوی له خړو اوبو کبان ونیسی او دواړه هیوادونه پکاری دی په خود کې شی او بل چا ته د حالاتو دترینګلی کولو اجازت نه ورکوی او په جدی توګه دې د ترهه ګرو اوترهه ګرۍ په ضد په ګډه سره مبارزه وکړی .

تسنیم خبری آ ژانس راپورورکړ  دپاکستان  خارجه وزیر خواجه محمد آصف  پرون مازدیګر په اسلام اباد کې  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی  دافغانستان حکومت پخپلې خاورې کې د اسلام اباد دحکومت  تعقیبونکو ترهه ګرو ته پناه ورکوی.

 دپآکستان  خارجه وزیر  داسلام اباد په ضد  د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  نوی سټراټژی او  په دې باب د کابل  دحکومت  تورونه ، چې  پا کستان د ترهه ګرۍ په مرکز بدل شوی دی ،  ردکړی او وئیلی ئې دی ،  اسلام ابادتر کلونو کلونو پورې  افغان  کډوالو ته پناه ورکړی او   د دغه هیواد دحکومت   دغه شان تور لګول  د منلو وړ نه دی .

 دپاکستان د خارجه وزیر  دغه څرګندونې  په داسې حال کې دی چې  دافغانستان حکومت هم  په ځلونو  د پاکستان حکومت   له ترهه ګرو  ډلو په ملاتړ تورن کړی او باؤری دی ،  دغه ډلې  افغانستان ته ورځی او ورانکار علمیات ترسره کوی .

 پاکستان  او افغانستان  په همداوروستیو کلونو کې  یو بل   دترهه ګرو ډلو په ملاتړ تورنوی ،خو ډیری شناندی او کارپوهان وائی  دریم ګړی   د دغو دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  د ترینګلتیاؤ دوام غواړی او  پخپله هڅه کوی  له خړو اوبو کبان ونیسی  او دواړه هیوادونه پکاری دی په خود کې شی او  بل چا ته د  حالاتو دترینګلی کولو اجازت  نه ورکوی  او په جدی توګه دې د ترهه ګرو اوترهه ګرۍ په ضد  په ګډه سره مبارزه وکړی .

 

Jan 18, 2018 11:40 Asia/Kabul
کمنټونه