•  دپاکستان پوځ په سیاسی چارو کې ګوتې نه وهی

د پاکستان اوافغانستان لوړپوړی چارواکی یو بل له ترهه ګرو ډلو سره په ملګرتیاتورنوی چې دغې چارې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې هم تر ډیره حده ترینګلی کړی دی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی باید دپاکستان او افغانستان چارواکی دې په یوه بل د تور لګولو په ځای دترهه ګرۍ په ضد په مبارزې کې سره ملګرتیا وکړی او دریم ګړی ته اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ  دپاکستان دپوځ ویندوی  جنرال آصف غفور  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، پوځ  د پآکستان  په سیاسی چارو کې ګوتې نه وهی ځکه  په سیاسی چارو کې ګوت وهنې ،  دپاکستان حالات لاترینګلی کوی او  په دغه هیواد کې دجمهوری نظام ته  تاوان رسوی .

جنرال آصف غفور همداراز روښانه کړې ،په کشمیر کنټرول لاین  له پرله پسې حملود هند موخه ، داده چې   دنړیوالو ټولنو  پام له کشمیر موضوع  واړوی ، خود نوی ډیلی  تیری به هیڅکله هم بې ځوابه پاتې نشی .

 هغه  دپاکستان په ضد دامریکا او افغانستان د چارواکو   دتورونو په ردولو سره وئیلی دی ،  په پاکستان کې د  ترهه ګرو ځالې نشته او باید  له دلیل پرته  دې نور هیوادونه   له ترهه ګرو سره  په ملګرتیا نه تورنوی .

 داپه داسې حال کې دی چې د  پاکستان اوافغانستان  لوړپوړی  چارواکی  یو بل  له ترهه ګرو ډلو سره  په ملګرتیاتورنوی چې  دغې چارې د دواړو هیوادونو ترمینځ  اړیکې هم تر ډیره حده ترینګلی کړی دی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی  باید دپاکستان او  افغانستان چارواکی دې په یوه بل د تور لګولو په ځای   دترهه ګرۍ په ضد  په مبارزې کې سره  ملګرتیا وکړی  او دریم ګړی ته اجازت ورنکړی څو  په خړو اوبو کې  کبان ونیسی .

 

Jan 23, 2018 15:24 Asia/Kabul
کمنټونه