• خو دشمالي وزیرستان  سیمې ځاي حکومت وايي چې دامریکا په حملې کښې وژل شوي درې کسان د حقاني ډلې غړي دي .
    خو دشمالي وزیرستان سیمې ځاي حکومت وايي چې دامریکا په حملې کښې وژل شوي درې کسان د حقاني ډلې غړي دي .

زمونږخبریال وایی دامریکا بې پایلوټه الوتکو دپاکستان په شمالی وزیرستان کښې په یوې حملې کښې د طالبانو د سجنا ډلې دمشر مرستیال سجنا محسود(Sajna Mehsud) وژلی دی .

ویل کیږی چې دامریکا په دغه حملې کښې دطالبانو ددغه مشر په شمول دوه نور کسان هم وژل شوی دی .

امریکا دغه حمله د پاکستان دشمالی وزیرستان په ګورویک سیمه کښې کړی ده .

خو دشمالی وزیرستان  سیمې ځای حکومت وایی چې دامریکا په حملې کښې وژل شوی درې کسان د حقانی ډلې غړی دی او دغه حمله د افغانستان په سیمه کښې شوی ده .

د ویلو ده چې د پاکستان طالبانو ډلې  امیر خان سید  چې تخلص یې سجنا محسود دی په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې ددغه ډلې د مشرۍ لپاره کاندید کړی او هغه د حکیم الله محسود نږدی ملګری ګڼل کیږی .

 

Feb 09, 2018 07:32 Asia/Kabul
کمنټونه