• په کویټې کې د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د کلیزې مراسم

د ایران د اسلامي انقلاب د نه دیرشمې کلیزې په درشل کې، اسلامي انقلاب او د هغه بریاوې تر عنوان لاندې  کانفرنس د پاکستان د کویټې ښار په پریس کلب کې جوړ شو.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د کویټې مشهور لیکوال امان الله شادی زی نن په دغه مراسمو کې وویل: امام خمیني د ایران دخلکو په ملاتړ  د مستکبرانو او زورویونکو په وړاندې ودریده او د اسلام بیرغ یې ورپاوه.

هغه زیاته کړه : اسلامي انقلاب سبب شو چې د ایران خلک د زورورو او استعمارګرو له  ظلمه خلاص شي.

 د پاکستان د بلوچستان صوبې د جماعت اسلامي غړي عبدالحق هاشمي هم په دغه مراسمو کې وویل: د امام خمیني آګاهانه مشري او د د عالمانو او باوري شخصیتونو له خوا د هغه د افکارو بیانولو سبب شول چې  د ایران خلک له حقایقو خبر شي او خپل انقلاب کامیاب کړي.

د ایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ په یوولسمه ، د شاه د پهلوي رژیم په خلاف د امام خمیني په مشرۍ کامیاب شو.

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 20:21 Asia/Kabul
کمنټونه