• د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ نښته

د هند او پاکستان پوله ايز ځواکونه يو ځل بيا د کشمير په کنټرول لائن کښې سره ښکېل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د پوله ايزو ځواکونو د نن سحر په نښته کښې يو عامه پاکستاني وګړے ووژل شو او درې نور ژوبل شول.

پرون هم په همدغه سيمه کښې د هند او پاکستان د پوله ايزو ځواکونو ترمېنځ نښته کښې يو عامه پاکستاني وګړے وژل شوے ؤ.

د ډزبندۍ د خيال ساتنې لپاره د ۲۰۰۳ کال د موافقه ليک باوجود د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي او پاکستاني فوځيانو ترمېنځ د ډزو تبادله هم هغه شان دوام لري.

د کشمير په سر د هند او پاکستان ترمېنځ لانجه په داسې حال کښې ده چط د ملګرو ملتو د امنيت شورا پرېکړليک د دغې سيمې د حالت د ټاکلو لپاره د رېفرېنډم لپاره تاکيد کوي.

 

 

ټیګونه

Feb 24, 2018 17:25 Asia/Kabul
کمنټونه