• دپاکستان دسینټ په انتخاباتوکې مولاناسمیع الحق هم ناکام شو

دپآکستان د مشرانو جرګې په ۵۲څوکیو مینځ پړاوه انتخابات نن ترسره شول چې په هغو کې په ډګر کې پیپلز ګوند او مسلم ن څانګې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلی البته په دغو انتخاباتو کې د طالبانو په روزونکی روحانی پلار مشهور افراط پال مولانا سمیع الحق چې له خیبر پختونخواه صوبې کاندید شوی ؤ او تحریک انصاف ګوند ئې بشپړ ملاتړ کړی ؤ ، چورلټه ماته خوړلې او په ټیټو سترګو اکوړه خټک ته ستون شوی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دمشرانو جرګې په انتخاباتو کې  پیپلز ګوند دو لس او  مسلم لیګ ن څانګې دولس څوکۍ ګټلی  او دغه راز  په خیبر پختونخواه صوبې کې هم تحریک انصاف  له نورو زیاتې اوه څوکۍ ګټلی دی ، دغه راز له سند صوبې  د مهاجحر قومی  مومنټ گوند  هم  ټوله څوکۍ له لاسه ورکړی  او درنده ماته ئې خوړلې ده .

دغه راز وئیل کیږی دفاټا قبایلی سیمو د ولسی جرګې  استازو هم  څلور سینټران ټاکلی دی .   دفاټا یولسو استازو  خپلې رای اچولی  البته وئیل کیږی چې دفاټا د  ولسی جرګې درو استازو رای  نه دی اچولی ځکه دفاټا اصلاحاتو په  هکله ئې  ځینی شکایتونه درلودل او  داحتجاج په  توګه ئې  دمشرانو جرګې په رایو کې برخه نه ده اخستې ، وئیل کیږی له فاټا قبایلی سیمو  هدایت ا....  شمیم افریدی ،بلال الرحمان  او مرزا محمد افریدی   اوه اوه رای ګټلی او سینټران شوی دی .  

 

Mar 03, 2018 21:41 Asia/Kabul
کمنټونه