• له امریکا سره ملګرتیا ستره تیروتنه وه

دپاکستان خارجه وزیر دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ووئیل ، هماغه ډول چې ا مریکایان پر مونږ باؤر نه لری ، مونږ هم پرې هیڅ ا عتماد نه لرو اوترڅو چې د اعتماد اوباؤر موضوع حل نه شی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې هم نه ښه کیږی .

ایرناخبری اژانس راپور ورکړ  د پآکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف  په یولړ څرګندونو کې  په امریکا دخپل هیواد   دبې باؤرۍ په بیانولو سره  ووئیل ، اسلامی اباد به بیا  له سپینې ماڼۍ سره  دملګرتیا په څیر  کومه تیروتنه ونه کړی  او دپاکستان  د ولس ګټې به د امریکا دغوښتنو قربانی نه  کړی .

  هغه زیاته کړې ،  پاکستان   دافغانستان په جنګ کې  له امریکا سره مرسته وکړه  او که  په افغانستان کې بریالیتوب ترلاسه شوی ، نو  داسلام اباد  دمرستو په دلیل  ؤ . 

  دپاکستان خارجه وزیر  دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې  ووئیل ،  هماغه ډول چې ا مریکایان پر مونږ باؤر نه لری ، مونږ هم  پرې هیڅ ا عتماد نه لرو  اوترڅو چې  د اعتماد اوباؤر  موضوع حل  نه شی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ   اړیکې هم نه ښه کیږی . 

  هغه همداراز روښانه کړې   دپاکستان مناسب بهرنی سیاستونه لامل شوی څو     له امریکا  سره داړیکو  له کمیدا سره په یو وخت   له روسیې سره داسلام اباد  ارتباط پیاوړی شی چې دا موضوع  دپاکستان لپاره ډ یر زیات اهمیّت لری .

 د  پاکستان دخارجه وزیر دغه څرګندونې   په داسې حال کې شوی ، چې   له دې  سره په یووخت  دپاکستان  دخارجه وزیر مرستیاله میرمن تهمینه جنجوعه  هم   له امریکا سره داړیکو دښه کولو لپاره   واشنګټن ته تللې ده .

 د پاکستان  امریکا  اړیکې   د  تیر کال  لاه اګست میاشت راهسې   دپاکستان په ضد د امریکا دولسمشر  ډونالډ ټرمپ  له تورونو وروسته  تر ډیره حده ترینګلی شوی دی .

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 05:45 Asia/Kabul
کمنټونه