• شهید محمد علی نقوی په پاکستان کې د سوچه محمدی اسلام د دودولو لپاره ډیر کارونه کړی دی

هغه زیاته کړه شهید نقوی د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او اتحاد لپاره ډیره هڅه وکړه او د اسلام د دښمنانو د دسیسو د شنډولو په لټه کې وو .

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن بنسټ ګر شهید محمد علی نقوی د ۲۳ کلیزې په مناسبت په قم ، اصفهان او تهران کې  یو لړ دستورې ترسره شوی چی پکې د پاکستان اوافغانستان سیاسی ، مذهبی شخصیتونو او محصلینو او ګڼ شمیر خلکو ګډون وکړ . په هغو دستورو کې چی په تهران کې ترسره شوې ، د پاکستان د وحدت مسلمین شورا یوه مشر شفقت شیرازی وویل محمد علی نقوی په پاکستان کې د سوچه محمدی اسلام او د ایران د اسلامی انقلاب د دودولو لپاره ډیر ارزښتناک کارونه ترسره کړی دی او هغه د حضرت امام خمینی رح او د پاکستان د شیعیانو د مشر شهید عارف حسین الحسینی ع میناوال وو .

هغه زیاته کړه شهید نقوی د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او اتحاد لپاره ډیره هڅه وکړه او د اسلام د دښمنانو د دسیسو د شنډولو په لټه کې وو .

د سپاه صحابه تکفیری ډلې د ۱۹۹۵ میلادی کال د مارچ په ۷ نیټه د پاکستان په لاهور ښار کې د امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن بنسټ ګر محمد علی نقوی شهید کړ .

 

Mar 08, 2018 12:14 Asia/Kabul
کمنټونه