• پاکستان د غلام خان سرحدی لاره بیا پرانستله

د غلام خان سرحدی لاره په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان له لوری د ضرب عضب د پوځی عملیاتو په پیلیدا سره تړل شوی وه .

له اسلام اباد زمونږ خبریال را پور راکوی د پاکستان دولت دغه سرحدی لاره د افغانستان او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزه تجارت د پیاوړتیا په هدف پرانستلی ده .

د شمالی وزیرستان د قبایلی سیمې سیاسی چارواکو وویل  امنیتی عسکرو او ځای مسولانو  په دغه لاره د تجارتی کاروانونو د امنیت د تامینولو لپاره ضروری اقدامات نهایی کړی دی .

د غلام خان سرحدی لاره په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان له لوری د ضرب عضب د پوځی عملیاتو په پیلیدا سره تړل شوی وه .

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 13:06 Asia/Kabul
کمنټونه