• پاکستان دکشمیر په باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود څرګندونو تود هرکلی کوی

دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف هم پّ همداوروستیو کې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د کشمیر د حالاتوپه باب خبرې اترې کړی دی .

 ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړ  دپآکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل  نن  په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې   دکشمیر په باب د ایران د اسلامی انقلاب  دمعظم لارښود  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  د وروستی دریځ په باب  دیوې پوښتنې په ځواب کې  ووئیل  دغه فرمایشات   د هند اوپاکستان ترمینځ د کشمیر  دشخړې په باب  د سیمې د وضعیّت په باب د نړیوالې ټولنې داندیښنې  نښه ده .

 هغه ووئیل ،   دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف  هم  پّ همداوروستیو کې  د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره  د کشمیر د حالاتوپه باب خبرې اترې کړی دی .

   دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی  همداراز   دایران اوپآکستان د سرحدی  ملګرتیا په بیانولو سره  وئیلی دی ، ایران  په همداوروستیو کې     ۶۶پاکستانیان  چې  قانونی مدرکونه ئې نه درلودل ،  په میرجاوې کې  دپآکستان سرحدی ځواک ته سپارلی دی  او د غه هیواد  له افغانستان سره  په ګډو پولو کې  دغیر قانونی تګ راتګ  د مخنیوی  لپاره  هم خپلې پولې  پیاوړی کوی .

 

Apr 19, 2018 20:37 Asia/Kabul
کمنټونه