• دپاکستان شمالي وزیرستان قبایلي سیمه د طالبانو، حقاني، القاعده او دنورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی .
    دپاکستان شمالي وزیرستان قبایلي سیمه د طالبانو، حقاني، القاعده او دنورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دطالبانو یو(۱) قومندان قاری عبدالله داوړ (Qari Abdullah Dawar) له خپل یوه ملګری سره یوځاې شمالی وزیرستان قبایلی سیمې ته نږدې د افغانستان او د پاکستان په صفر سرحدی سیمې کښې په غره کښې له خپل پټنځایې څخه د وتلو په وخت دامریکاد بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې ووژل شو .

دپاکستان شمالی وزیرستان قبایلی سیمه د طالبانو، حقانی، القاعده او دنورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی .

دپاکستان حکومتی چارواکو وویل قاری عبدالله داوړ او دهغه  وژل شوی ملګری د طالبانو د ګل بهادر ډلې(Gul Bahadur group) غړی وو کومو چې دافغانستان دننه ډیرې ترهګرې حملې کړی دی .

تیره میاشت هم دپاکستان دطالبانو مشر ملا فضل الله دافغانستان په کونړ ولایت کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې په برید کښې وژل شوی وو .

د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار  (ISPR) وویل دطالبانو مشر ملا فضل الله له ۲۰۰۹ میلادی کال راهسې په افغانستان کښې پټ وو .

 

ټیګونه

Jul 05, 2018 04:32 Asia/Kabul
کمنټونه