• پټ قدرتونه امن او باثباته پاکستان نشی زغملې

جنرال قمر جاوید باجوا د پیښور د ځان وژونکی حملې په غندلو سره ویلی دی چی ترهه ګر قدرتونه امن پاکستان نه خوښوی او مونږه به هغو ته ماته ورکړو ، مونږه یو پیاوړی او مذبوت پاکستان لپاره هلې ځلې کوو

زمونږ خبریال د دنیا ورځپاڼۍ له قوله راپور راکوی چی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د پیښور د ځان وژونکی حملې په غندلو سره ویلی دی چی ترهه ګر قدرتونه امن پاکستان نه خوښوی او مونږه به هغو ته ماته ورکړو  ، مونږه یو پیاوړی او مذبوت پاکستان لپاره هلې ځلې کوو  .

جنرال باجوا په ترهه ګرې حملې کې د هارون بلور وژل کیدا سخته وغندله او د بلور له کورنۍ او عوامی نیشنل پارټي سره یې خپله خواخوږی څرګنده کړه

د یادولو ده چی دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پيښور ښار کښې د ځانمرګي برید له امله د ای، این، پي د مشهور غړي هارون بلور په شمول شل کسان مړه  اوله شپیتو زیات  نور ژوبل شوي دي.

Image Caption

 

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پيښور په یکه توت سیما کښې د عوامي نیشنل پارټۍ په بیګانۍ غونډه کښې یوه انتحاري حمله وشوه چې پکښې په راتلونکو ټاکنو کښې د صوبايي اسمبلۍ لپاره د ای، این، پی کاندید او د ارواښاد بشیر بلور زوی هارون بلور سره له ۲۰ نورو کسانو وژل شوی دی.

د چاودنې زخمیان د پیښور لیډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي او د ای، این، پي ګڼ شمیر پلویان هم هلته راغونډ شوي او په ویر او مظاهرو اخته دي.د هارون بلورله وژل کیدا وروسته په پی ـ کې ۷۸ کې انتخابات ملتوی شوی دی  او په دغه حلقه کی به ټاکنې  له عامو ټاکنو وروسته ترسره کیږی .

د هارون بلور جنازه به د پاکستان په وخت ۵ بجې کیږی او هغه به په وزیر باغ کې خاورو ته سپارل کیږی .

یاده دې وي چې د هارو ن بلور پلار بشیر بلور هم په ۲۰۱۲ کال کښې په یو انتخاباتي مهم کښې شوې چاودنې کښې مړ شوی و.

د پاکستان  د لومړی وزیر  ناصر الملک  په شمول د دغه چارواکو او سیاسی شخصیتونو دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم یاده پيښه غندلې او پکښې په رامینځته شوې مرګ ژوبلې یې خواشیني ښودلې ده.

د پيپلز پارټۍ بلاول بوټو زرداري هم د پيښې په غندلو سره ویلي چې د هیواد دښمنان د ترهګرۍ له لارې په پاکستان کښې ولسواکي کمزورې کول غواړي او د دې ښکارندې په وړاندې د هیواد ساتنه زمونږ د ټولو په غاړه ده.

 

ټیګونه

Jul 11, 2018 12:25 Asia/Kabul
کمنټونه