• د انتخاباتو په نتيجه کښې د پاکستان د فوځ د بې طرفۍ اعلان

د پاکستان د فوځ وياند وويل، د انتخاباتو کمېشن د خلقو د رايو نتيجه په روڼه توګه ټاکي او فوځيان به په دې زمېنه کښې هيڅ دخالت ونه کړي.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې جنرل آصف غفور وويل، فوځ يوازې د انتخاباتي حلقو د امنيت د ټينګولو دنده په غاړه لري او انتخاباتي حلقو ته د وسائلو په وړلو راوړلو کښې هم ګډون کوي.

جنرل آصف غفور تاکيد وکړ، د پاکستان فوځ له هيڅ يو سياسي ګوند سره څه وابستګي نه لري او خلق د روانې جولائۍ په ۲۵ نېټه په پارلېماني انتخاباتو کښې په  آزاده توګه ګډون کولې او د خپلې خوښې ګوند ته رائې ورکولې شي.

اټکل کيږي چې د پاکستان د پارلېماني انتخاباتو په ورځ به لږ تر لږه شپږ لکه فوځي ځواکونه د رايو د اخېستلو په ځايونو کښې د انتخاباتو د امنيت د ټينګولو لپاره شتون ولري.

 

Jul 11, 2018 20:40 Asia/Kabul
کمنټونه